امریکا له هند او پاکستان څخه له افغانستان سره د ګډو مرستو غوښتنه کړه

 

 

یو پخواني امریکايي چارواکي هند ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر څخه اعلان کړی ده، چې د جوبایډن ادارې له نوې ډهلي او اسلام آباد څخه غوښتي، چې با ثباته اړیکې رامنځته کړي او په افغانستان کې د ثبات لپاره له یو بل سره په ګډه کار وکړي. دغه امریکايي چارواکي اعلان کړی ده چې له هند او پاکستان څخه د مرستې غوښتنه د امریکا ډېره پخوانۍ غوښتنه ده. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې ټاکل شوې انتوني بلنکن خپل لومړی سفر هند ته وکړي او وروسته بیا د سوېلي آسیا او منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو ته سفر وکړي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال ډین ټامپسن له خبریالانو سره په خبرو کې د سوېلي او منځنۍ آسیا په اړه ویلي چې ټاکل شوې نوې ډهلي ته د انتوني بلېنکن په سفر کې په افغانستان کې د سیاسي هوکړې په اړه بحث وشي او د امریکا د بهرنیو چاو وزیر به له هندي چارواکو وغواړي، چې په کابل کې د خبرو له لارې د سیاسي حل لارې لپاره په لاسرسي ډېر تمرکز وکړي. همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چاوراکي اعلان کړی ده چې بلېنکن به کابل ته هم لاړ شي، مګر د امنيتي ستونزو له لامله کابل ته د بلېنکن سفر پټ ساتل شوی ده.

 

تمه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی به د جولای په ۲۶مه نېټه نوې ډهلي ته لاړ شي او هلته به د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر او نورو هندي چارواکو سره پراخې او هر اړخیزې خبرې ولري. ویل کېږي چې په افغانستان کې د هند رول او همدارنګه د نوې ډهلي او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي خبرې به د دغه سفر یو له کلیدي او محوري مواردو څخه وي. د راپورونو پر بنسټ، بلېنکن منځنۍ او سوېلي آسیا ته خپل سفرونه د روانې جولای په ۲۶مه نېټه پیلوي او د همدغې میاشتې په ۲۸مه نېټه به بېرته واشنګټن ته ستون شي.

 

ډین ټامپسن د نوې ډهلي او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي په اړه وايي: «د دوه اټمي هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو منځته راتګ د دوی خپل کار ده، مګر واشنګټن د سوېلي آسیا د دغو دوه وو پیاوړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د لرې کولو لپاره هڅه کوي. موږ غواړو چې هند او پاکستان په یوه سوله ایزه فضأ کې یو د بل تر څنګ وګورو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي اوربند رامنځته شي. همداراز هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی اوربند دوام و مومي او هندوان او پاکستانیان له یو بل سره اوږد مهاله اړیکې ولري.»

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په داسې حال کې هند ته ځي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې جګړه زیاته شوې ده او طالبان هم سولې ته د تن ورکولو پر ځای له افغان حکومت سره جګړې زیاتې کړې دي. دغې ډلې په اوس وخت کې د افغانستان په کندهار، کاپیسا او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په ځینو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.