د ولسي جرګې رییس د هیواد پر امنیتي او استخباراتي ځواکونو سختې نیوکې وکړې

 

د ولسي جرګې رییس د نهه کلن بلخي ماشوم عبدالرووف د نه خوشې کیدو په تړاو، چې شاوخوا اوه میاشتې کېږي چې له برخلیک څخه یې هېڅ مالومات نشته، د هیواد د امنیتي او کشفي ځواکونو پر کړنو نیوکه وکړه.

 

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د پارلمان په عمومي غونډه کې وویل: « نهه کلن عبدالرووف د انسان تښتوونکو له منګولو نه خوشې کېول چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې په مزار ښار کې تښتول شوی ده، د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په ټنډه د شرم او بې ننګ او تور داغ ده»

 

له دې انتقاد سره ښاغلي رحماني د جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې د دې ماشوم خوشې کولو لپاره د امنیت او کشفي ارګانونو سره په همغږي کې کار وکړي.

 

شاوخوا اوه نیمې میاشتې دمخه عبدالرووف د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې د وسله والو لخوا چې نظامي یونیفورم یې اغوستي وو، تښتول شوی و. د هغه کورنۍ مخکې ویلي وو چې سړي تښتونکو د عبدالروف د خوشې کولو په تړاو ورڅخه نږدې دوه ملیونه ډالرو غوښتي دي.

 

ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال د جدي (مرغومي) په ۲۷ مه د بلخ امنیتي چارواکو ته هم خبرداری ورکړی و چې که دوی عبدالرووف خوشې نه کړي نو هغه به ټول له دندې لرې کړي.

 

ورپسې د ملي امنیت عمومي رییس، احمد ضیا سراج تېرکال د کب په دویمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د امنیتي ځواکونو لخوا د بلخ په ولایت کې له انسان تښتوونکو څخه د عبدالرؤف د خلاصون په موخه ۲۹ عملیات ناکام شوي دي.

 

د هغه په ​​وینا، امنیتي ځواکونو تر دې دمه د هغه د خلاصون لپاره ۲۶ ځایونه په نښه کړي دي.

 

ښاغلي سراج هغه مهال د عبدالرووف تښتونه “پیچلې” او “سخته” وبلله او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ادارو د هغه د خلاصون لپاره له شته ټولو لارو کار اخیستی و.

 

د ملي امنیت عمومي ریاست هم د تیرکال د کب په ۲۹مه په اعلان وکړ چې داعش د ماشوم په تښتونه کې لاس درلود. په هغه وخت کې د یادې ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي وو چې د دې قضیې په تړاو یې د داعش ۵۵ غړي نیولي دي.