RFE / RL reporter killed in Helmand province

په هلمند کې یوې چاودنې د یو سیمه ایز خبریال ژوند واخیست

د هلمند ولایت ځايي چارواکي تائیدوي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د یو مقناطیسي ماین د چاودنې له لامله یو سیمه ایز خبریال وژل شوی ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن (پنجشنبه د لړم په ۲۲مه) رسنیو ته ویلي: «د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د یو مقناطیسي ماین د چاودنې له لامله د آزادي راډیو خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې ټپي شوی ده.»

ښاغلي ځواک زیاته کړې، چې دا پېښه د همدې خبریال په موټر کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له لامله رامنځته شوې ده.

RFE / RL reporter killed in Helmand province

په ورته وخت کې آزادي راډیو هم منلې، چې الیاس داعي د دوی خبریال وو او په دې چاودنه کې وژل شوی ده او همدا راز ویلي یې دي، چې د دې ورور مجتبیٰ داعي، چې له آلمان غږ سره خبریال وو له دوه نورو کسانو سره ټپي شوی ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د همدې اوونۍ په دوام کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش هم په کابل کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له لامله ووژل شو. د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ دا برید غندلی او دا کړنه یې د «بیان د آزادي او د افغانستان د رسنیو د دښمنانو» کار بللی ده.

همدا راز په افغانستان کې د ناټو غیر نظامي سفیر سټیفانو یونتیکورو دا برید شرموونکی، جنایت کارانه  او د نه منلو وړ بللی ده. نوموړي ویلي، چې دا بریدونه په افغانستان کې د بیان په آزادي باندې د محدودیتونو سبب نه کېږي.

د دې برید مسؤولیت تر دې مهاله کوم کس یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.