د غور ولایت شهرک ولسوالۍ طالبانو نیولې

 

د غور ولایت ځایي چارواکي وايي چې د یاد ولایت شهرک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

 

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده د دې خبر په تائیدولو سره رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ (یکشنبه د غبرګولي ۱۶مه) مازدیګر پنځه بجې د شهرک ولسوالۍ له ودانۍ څخه تکتیکي شاه تګ کړی ده.

 

ښاغلی فیض زاده د امنیتي ځواکونو د شاه تګ او د طالبانو لاس ته د ولسوالۍ د سقوط لامل ملکي کسانو ته د زیانونو د اړولو مخنیوی وو او زیاته یې کړه، چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د دغې ډلې جنګیالیو ته هم زیان اوښتی ده.

 

همداراز طالبانو هم تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډيو په خپرولو سره د غور د شهرک ولسوالۍ د ودانۍ د نیولو ادعا کړې وه. مګر ځايي چارواکو په دې اړه ډېر جزییات نه دي شریک کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یوه شپه مخکې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوسته باندې موټر بم برید وکړ او وروسته یې ډزې پيل کړې چې په لړ کې یې ۹ پولیس ووژل شول او ۶ نور تري تم شول.

 

په تېرو څو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په زیاتېدو سره طالبانو هڅه کړې چې د غور ولایت یو شمېر نا امنه ولسوالۍ ونیسي. غور د هېواد په لویدیځ کې یو له نا امنه ولایتونو څخه ده چې په یو شمېر برخو کې یې طالبان پراخ فعالیت او شتون لري.