جان باختن سه زن در پی حملات راکتی گروه طالبان در ولایت قندهار

په کندهار ولایت کې د طالبانو په راکټي بریدونو کې ۳ ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی

په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي د دې ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د راکټي بریدونو له لامله د درې ښځو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصري نن (چهارشنبه د لړم ۲۱مه) رسنیو ته ویلي: تېره شپه ناوخته د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو په راکټي بریدونو کې درې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.

ښاغلي ناصري زیاته کړې: په دې سیمه کې په یو استوګن کور کې د طالبانو د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له لامله د سیمې اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او له دوه ورځو راهیسې پکې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري، چې له لامله یې د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پریښي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کندهار ولایت د هېواد یو له نا امنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې طالبان پکې پراخ فعالیت لري او په ځینو برخو کې یې نښتې اوس هم دواو لري. له دې وړاندې د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نښتې پیل شوې وې، چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دا ولسوالۍ د ترهګرو له شتون څخه پاکه شوه.

خبریاله: قدسیه اسحاقزۍ