جوبایدن درآستانه پیروزی درانتخابات ریاست‌جمهوری امریکا

جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا په درشل کې ده

څلور ساعته کېږي، چې د امریکا کتحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې درېدلي دي او د رایو شمېرل دوام لري. شمېرې ښيي، چې تر دې مهاله د دې ټاکنو نوماند جوبایډن له خپل سیال څخه مخکې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د دموکرات ګوند نوماند جوبایډن د هغه سیال اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د بریا د خپلولو په درشل کې ده. د امریکا د ټاکنو تازه پایلې ښيي، چې جوبایډن یواځې شپږ کالجه نمرې له بریا څخه لرې ده.

په داسې حال کې، چې د امریکا په ټاکنو کې باید هر نوماند ۲۷۰ کالج الکترال رایې ترلاسه کړي. تر دې مهاله بايډن ۲۶۴ او د هغه سیال ټرمپ بیا ۲۱۴ کالج الکترال رایې ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز ټیم خبرداری ورکړی، چې د رایو د باطلولو او په پنسلوانیا، جورجیا او مشګین ایالتونو کې یې د رای شمېرنې د بهیر په درېدلو سره څارنوالي ته شکایت کوي.

د دې شکایتونو څېړنه به د دې سبب شي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د ټاکنو رسمي پایلې به ممکن د څو ورځو یا یوې اونۍ پورې وځنډېږي.