په غور او بلخ ولایتونو کې موټر بم بریدونو درانه زیانونه اړولي

 

 

د بلخ ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري موټر بم چاودنې درانه زیانونه اړولي.

 

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل د دې خبر په تائیدولو سره رسنیو ته ویلي، چې دا چاودنه نن (یکشنبه د غبرګولي ۱۶مه) ۱۲:۴۰ دقیقې د بلخ ولسوالۍ د امنیه قومانداني ودانۍ ته څېرمه رامنځته شوې ده.

 

حمله موتر بمب بر ساختمان فرماندهی پولیس ولسوالی بلخ

ښاغلی عادل زیاتوي، چې په دې پېښه کې له چاودېدونکو توکو څخه یو ډک موټر د امنیه قومانداني ودانۍ موخه ګرځولې وه. د هغه په وینا، په دې پېښه کې پولیسو او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته زیانونه اوښتي دي.

 

د بلخ د امنیه قومانداني ویاند په دې اړه ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي، خو ویلي یې دي چې په پېښه کې ملکي کسانو ته ډېر زیان اوښتی ده.

 

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نن له غرمې وروسته یې د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر پر مټ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ امنیه قومانداني باندې برید کړی او لسګونه امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو سربېره ډېر مالي زیان هم اوښتی ده.

 

حمله موتر بمب بر ساختمان فرماندهی پولیس ولسوالی بلخ

 

دا په دسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غبرګولي ۱۵مه په غور ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې باندې موټر بم برید وشو، چې ۱۰ امنیتي ځواکونه پکې ووژل شول او یو شمېر نور ورک شول.

 

د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان برهان الدین پهلوي رسنیو ته ویلي وو، چې طالبانو له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر ته د عامه نظم ځواکونو پر پوسته باندې چاودنه ورکړې وه.

 

ښاغلي پهلوي زیاته کړې، چې په دې پوسته کې د عامه نظم ۱۵ سرتېري موجود و، چې لس تنه یې ووژل شول، یو تن روغ رمټ ووته او څلور نور یې ورک شول.

 

په دوحه کې د سولې د خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي.