افزایش ویروس کرونا در کشور

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د لړم لومړۍ نېټه) د کرونا د ورځینیو شمېرو په خپرولو سره ویلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد وزارت په لابراتوارونو کې ۴۴۰ شکمنې پېښې ازمایل شوي دي، چې له هغو څخه یې ۱۱۶ پېښې مثبتې تشخیص شوي دي.
د دې شمېرې په ثبتېدلو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمې ۴۰زره ۶۲۶ ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ په دې موده کې د کرونا ویروس ۷ ناروغان روغ شوي او ۴ نور بیا مړه شوي دي، چې په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۳۳۸۳۱ او د مړو شمېر ۱۵۰۵ تنو ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ د کرونا ویروس له دویمې څپې سره لاس او ګرېوان ده، خو افغانستان سره له دې، چې کافي امکانات نه لري تر دې مهاله نه ده توانېدلی، چې د دې ویروس له دویمې څپې څخه مخنیوی وکړي؛ مګر و به لیدل شي، چې د هوا په سړېدو سره به دا شمېرې زیاتې شي که نه؟