رهایی دو پرنده کم یاب از چنگ قاچاقچیان در کابل

په کابل کې د قاچاق وړونکو له منګولو څخه دوه کم پیدا مرغان خوشې شوي دي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن (یکشنبه د لړم ۴مه) په فېسبوک کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: « د کابل د ژوبڼ د مسؤول، د کرنې وزارت او د وحشي ژوو د ساتنې مؤسسې د استازو په حضور کې د کابل د قرغې غرو په سیمه کې دوه کم پیدا او نادره مرغان (باز او باښه) بیا ځلي طبیعت ته خوشې شول.»

همدا راز یادې ادارې په فېسبوک کې لیکلي دي: ده دوه مرغان د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د تورخم په بندر کې د وحشي حیواناتو له قاچاق وړونکو څخه کشف شوي وو.

رهایی دو پرنده کم یاب از چنگ قاچاقچیان در کابل

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې دا دولت د افغانستان د ۷۴ ښکاري بازانو د قاچاق مخه نیولې ده.

قاچاق وړونکو غوښتل، چې دا مرغان لومړی پاکستان او بیا یې عربي هېوادونو ته انتقال کړي.

له دې مخکې د بهرنیانو او ځینو داخلي خلکو له خوا په فراه، هرات، بادغیس او د هېواد په نورو ولایتونو کې د کم پیدا ښکاري مرغانو د قاچاق راپورنه خپاره شوي ول.

رهایی دو پرنده کم یاب از چنگ قاچاقچیان در کابل

افغانستان یو غرنی هېواد ده او د لوړو څوکو لرونکی ده. دې ځانګړتیا په خپل وجود کې بیلوژیکي ژوو ته تربیه ورکړې، چې له دې څخه یې ځینې پېژندل شوي دي او ځینې نور یې لا کشف شوي نه دي. د افغانستان الوتونکي مرغان عوښه خوړونکي او غوښه نه خوړونکي، ښکاري او غیر ښکاري دي، چې تر دې دمه ۵۰۰ ډوله غوښه خوړونکي او غوښه نه غوړونکي الوتونکي تشخیص شوي دي. غوښه خوړونکي الوتونکي؛ لکه: باښه، لاش خوړونکی شاهین او عقاب دي. غیر غوښه خوړونکي الوتونکي هغه دي، چې ښکلی آواز لري او له غوښو څخه یې ګټه اخیستل کېږي. هغه ډولونه یې، چې په افغانستان کې ډېر پیدا کېږي عبارت دي له: هیلۍ، سایبریايي کلنګ، زری زرک، تیهو، مړز، بته یا ډینګ، زرک، کنری، ګل سر، شانه سرک، پوختکه، بلبل، سیسۍ، سیاه سینه، کوتره، کارغه، سایرکه، قره سینه، موسیچه، ښارو، طوطي او… دي.