طالبانو په بغلان کې لس ماین پاکوونکي وژلي

 

 

د بغلان امنیه قومانداني وايي چې طالبانو تیره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هولټرست ماین لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکي وژلي. د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند د پیښې په تاییدولو سره وویل: «تیره شپه طالبانو له خیریه مؤسسو سره په کړو ژمنو عمل و نه کړ او د دې ډلې جنګیالیو د مرکزي بغلان په شیخ حلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر کمپ برید وکړ. په دې پیښه کې د ماین پاکۍ موسسې ۱۰ کارکوونکي شهیدان شوي او ۱۶ نور ماین پاکان ټپیان شوي دي.»

 

د بغلان پولیس وايي چې د پیښې په اړه څیړنې روانې دي. په همدې حال کې د دې پیښې قربانیان وايي چې د دې برید عاملین له طالبانو سره تړاو لرونکي خلک وو. په پیښه کې یو تن ټپي شوی عبدالوحید وویل: « شپې لس بجې نقاب پوش وسله والو زموږ پر کیمپ برید وکړ. موږ د شاوخوا ۱۴۰ تنو په کمپ کې ژوند کاوه. لومړی هغوی موږ ټول په یوه خونه کې راټول کړو او زموږ ټول وسایل یې واخیستل. بیا یې له موږ څخه وپوښتل چې ستاسو په مینځ کې څوک هزاره دی او تاسو اسلامي حکومت پیژنئ. د تحقیقاتو نه وروسته هغوی وویل چې ټول باید ووژل شي. موږ ټول وتښتیدو، کله چې موږ کمپ ته ورسېدو ومو ولیدل چې زموږ لس تنه همکاران مړه شوي او ۱۶ نور چې زما په ګډون پکې ټپیان شوي دي.»

 

کشته شدن بیش از ده کارمند ماین پاکی در ولایت بغلان

 

د دې پیښې بل قرباني موسی خان دی. هغه وايي: «پنځه یا شپږ ټوپک والاو زموږ په کیمپ برید وکړ چې مخونه یې تړلي وو. دوی زموږ پیسې او ګرځنده تلیفونونه واخیستل او بیا یې موږ څخه وپوښتل چې ستاسو په مینځ کې کوم هزاره ګان دي؟ موږ وویل نشته. دوی ډزې وکړې او په پای کې ټول وتښتیدل. کوم کسان چې ټپيان وو په سیمه کې پاتې شول. دا صحنه ډېره ټکان ورکوونکې وه.»

 

د تيرې شپې د قربانیانو يو خپلوان احمد وويل: «موږ لاهم نه پوهیږو چې ګناهګار څوک دی او څوک بې ګناه څوک ده. له یوې خوا دوی ماین پاکوونکي وژني او له بلې خوا د اردو سرتیري وژني. په نهایت کې ، زه نه پوهیږم دوی څه غواړي.»

 

که څه هم د برید ځینې قربانیان طالبان اصلي مجرم ګڼي خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دغه پیښه غندلې. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید “وحشیانه” و او موږ به هیڅکله د ملکیانو په وړاندې داسې کار و نه کړو. طالبانو هم ټینګار کړی چې برید دوی سره هیڅ تړاو نه درلود.