استفاده جوانان از مواد مخدر

ځوانان مو ولې روږدي کېږي؟

شاکر سنګي:

شاکر سنگی خبرنگار

افغانستان د ډېر نفوس په لرلو سره؛ خو بدبختانه د دوی له ډلې څخه ځینې ځوانان داسې لار ټاکي، چې د هغه انجام تباهي، فقر،  تنګ لاسي او یوازیتوب دی.
نو ولې زموږ ځوانان نشه يي توکو ته مخه کوي؟
هغه پوښتنه چې د ښه درک لپاره به درته لاندې ځوابونه وړاندې شي.
لومړنی ټکی د کورنۍ ده، هغه ټولګه چې شخصیتونه پکې روزل کیږي او ټولنې ته وړاندې کیږي
کورنۍ دې د خپلو اولادونو د مدیریت کولو مسوولیت په ښه او اساسي توګه ادا کړي، د بېلګې په ډول:
کورنۍ دې د خپلو ماشومانو  په برخلیک ټاکونکې دوره کې د هغوی په وړاندې د دخانیاتو څخه استفاده نه کوي.
ځکه چې د ماشوم د کنجکاوۍ لامل ګرځي، او ماشوم له هرې شونې لارې کوښښ کوي، چې د هغو موادو خوند وڅکي، چې پلار یا د کورنۍ کوم بل غړی یې استعمالوي او دلته د کورنیو بې توجهي د کوچنیو ماشومانو د روږدېدو اصلي لامل ګڼلی شو
دوهم ټکی- د نوې ځوانۍ مرحله، ځینې وخت د مخدره موادو څخه استفاده انسان ته د دروغجن غرور احساس ورکوي، او داسې فکر کوي، چې زه یو لوړ شخصیت یم او غوره کار تر سره کوم، خو که له هغوی څخه وپوښتل شي، چې ولې مخدره توکي کاروې او که یې راته د زیانونو په اړه هم ووایې.
یو بې معنا دلیل به درته ووایي، چې شوقي یې استعمالوم او پرې روږدی کېږم نه. حال دا چې خپل ژوند په خپله بربادوي او خپله پښه په تبر وهي
درېیم ټکی- د ناپېژانده او بې بند باره دوستانو ټاکل: په دې برخه کې د ناوړه دوستانو ټاکل ددې لامل ګرځي،  چې په مخدره توکو روږدی شي
د مثال په ډول دلیل وایي، چې راځه یو لوګی ترې وباسه هېڅ هم درباندې نه کېږي، او وبه وایي چې د مور نازولی زوی دې مه کېږه…
دوی د همداسې ناوړه عملونو په تر سره کولو سره ځوانان دې ته هڅوي او مجبوروي یې چې په نشه یي توکو روږدي شي.
څلورم ټکی- په لومړیو کې له پان، نصوار، سګرټ او وروسته د نشه یي موادو څخه لکه ټابلیټ k , زیکپ، ترامادول، الکول او داسې نورو شیانو باندې روږدي کېږي، چې انجام یې هم له ښو دوستانو څخه لرې والی، له کورنۍ لرې والی، له سلامتیا څخه لرې والی او بالآخره له سالمې ټولنې څخه لرې والی دی.
بیکاري له ځینو نورو دلیلونو  څخه ده چې ځوانان په نشه یي توکو روږدي کیږي.
ځوانان د مکتب یا پوهنتون د فراغت وروسته د کورنۍ لپاره د تنخوا راوړلو، په هر لوري دندې پسې ګرځي. تنګ لاسي له یوې خوا او بیکاري له بلې خوا د ځوانانو ژوند تریخ کوي، ددې لپاره چې څو لحظې د بیکارۍ له غمه خلاص شي له مخدره توکو څخه استفاده کوي.

 

څه باید وکړو؟

د ماشومانو په وړاندې باید دخانیات ونه کاروو،
کورنۍ دې د خپلو اولادونو د مدیریت مسوولیت په سمه او عادلانه توګه سرته ورسوي او ډیره هڅه دې وکړي چې خپل اولادونه له داسې مضرو توکو لیرې وساتي ترڅو په نشه یي توکو د روږدېدو مخه یې ونیسي.
ځوانان دې د ځپلو دوستانو په ټاکلو کې ډېر دقیق واوسي او کوښښ دې وکړي چې په دې ځان پوه کړي، چې له چا سره ناسته پاڅه ولري او هغه کسان چې د خپلې بېکارۍ او غمونو هېرولو لپاره داسې ناوړه عمل تر سره کوي، باید خپله د ضعف او قوت ټکی پیدا کړي او د خپل د ضعف ټکي د له منځه وړلو لپاره دې له خپل د قووت له ټکي څخه استفاده وکړي، تر څو یو سالم ژوند ولري.
سالم ژوند د سالمې کورنۍ ضمانت کوي.
د وخت په تېرېدو سره ، د صحتمندو خلکو له پراخې ډلې سره یوځای کېږي.