بامیانو کې دوه غر ختونکو مېرمنو د بابا غره تر ټولو لوړې څوکې ته ختلي دي

لوبې فردوس رسولیفردوس رسولی April 14, 2021 0 Views

 

د بامیانو ولایت ځايي چارواکي وايي، چې پیک غر ختلو لوبډلې دوه ښځینه غړې تمنا جهان او نازینه خیرزاد توانېدلي دي، چې د بابا غره تر ټولو لوړې څوکې شاه فولادي ته وخېژي.
د بامیان ولایت د مقام رسنیز دفتر نن (چهارشنبه د وري ۲۵مه) د یوې خبر پاڼې په خژرولو سره ویلي چې دغه دوه غرختونکې مېرمنې تېره ورځ د بابا غره ذوړې څوکې ته رسېدلي دي.

فتح بلند ترین قلعه کوه بابا در ولایت بامیان

د بامیان د والي د رسنیز دفتر د خبر پاڼې په حواله، دا لومړی ځل ده، چې دوه ښځینه غر ختونکې د بابا غره تر ټولو لوړې څوکې (شاه فولادي) ته پورته کېږي. د خپر پاڼې په حواله، یادو مېرمنو تېر کال دوه ځلې همدغې څوکې ته د ختلو هڅه کړې وه، چې بریالۍ شوې نه وې.
د بامیانو د والي رسنیز دفتر لیکي، چې د پیک غر ختنې لوبډلې شپږ نارینه غړي هم د شاه فولادي لوړې څوکې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شاه فولادي لوړه څوکه شاوخوا ۵۱۴۰ متره لوړوالی لري. دا لوړه څوکه په بامیانو ولایت کې د بابا غره تر ټولو لوړه څوکه ده، چې د بامیانو ولایت مرکز ته نږدې موقعیت لري.
دا لوړه او واورینه څوکه په بامیانو کې د غر ختنې او سکي لوبو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې او په دې وروستیو کالونو کې یې د زیات شمېر مینوالو پام ځان ته اړولی ده.