مجروح: په کرونايي ناروغانو کې د تور پوڅکي ناروغۍ مخ په زیاتېدو ده

 

 

د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، چې د تور پوڅکي یا قارچ سیاه ناروغۍ په کرونا ویروس د اخته ناروغانو ترمنځ مخ په زیاتېدو ده.

 

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، ډاکټر وحید مجروح نن شنبه د چنګاښ (۱۲مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په کرونايي ناروغانو کې د تور پوڅکي ناروغۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي، مګر د مشخصو پېښو په اړه یې څه نه دي ویلي.» مګر د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي، چې تر نن سهار پورې په افغانستان کې د تور پوڅکي دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

 

ښاغلي علیزي زیاته کړې چې د دې ناروغۍ یوه بله شکمنه پېښه هم ثبت شوې،شوې خو تر دې مهاله تشخیص شوې نه ده.

 

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همداراز زیاته کړې، چې په داسې حال کې چې افغانستان له کرونا څخه خلاص شوی نه ده په یوې بلې ناروغۍ (تور پوڅکي) اخته شوی ده. ښاغلي مجروح ټینګار کړی چې د کرونا ویروس لمن هم مخ په پراخېدو ده او تر هغه وخته چې د ټولنې ټول وګړي مسؤولیت منونکي و نه اوسي، د ډېرو کسانو ژوند به واخلي. هغه وویل: «د کرونا مخه په اکسېجن نه نیول کېږي. حتی که په هر کور کې هم د اکسیجن د تولید یوه دستګاه و اوسي.»

 

د عامې روغتیا سرپرسټ په دې پوسټ کې لیکل شوي چې کرونا د ماسک په اغوستلو، له سرپټو ځایونو څخه ځان ساتنې، په پر لپسې توګه لاس مینځلو او د کرونا ویروس علایمو لرونکو کسانو څخه په لرې والي او د کرونا ضد واکسین په تطبیقولو سره له منځه لاړه شي.

 

وحید مجروح ویلي چې دولت د اکسیجن د اخیستلو لپاره له هر ډول ظرفیتونو څخه کار اخلي او تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون ډوزه د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی ده او تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې ۱.۵ ډوزه د جانسون او تر راتلوکو دوه اوونیو پورې به ۱۰۵ میلیون ډوزه نور واکسین افغانستان ته راشي.

 

همداراز نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې به لږ تر لږه ۵۰۰ زره ډوزه هندي سترازینکای واکسین د کوواس له برنامې څخه ترلاسه کړي.