په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنو د دوام په اړه د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې

 

 

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ملکي کسانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او نجونو وهل او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام خواشینوونکی ده.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه (د زمري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: « د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پین د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د افغان ملکي کسانو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي دوام او د ښځو او نجونو وهل او شکنجه خواشینوونکي بللي دي. آغلې پین ويلي، چې موږ له طالبانو غواړو چې سولې ته د رسېدو لپاره په خپلو ژمنو ودرېږي.»

 

همداراز خبرپاڼې زیاته کړې، چې آغلې پين ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې، عادلانه او با عزته سولې جدي ملاتړ کوي او له همدې مخې “سډني” په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو په اهمیت ټینګار کوي.

 

محمد حنیف اتمر په افغانستان کې په امنیتي، پراختیايي او بشري حقوقو برخو او د ملي ارزښتونو او ګډو ګټو د ساتنې په تړاو، په ځانګړې توګه د افغانستان په اوسني وخت کې چې د جګړې، وچکالي، دخوراکي خوراکي مصؤونیت نشتوالي او کوېډ-۱۹ بحران سره مخ ده، د دوه لسیزو مرستې یې مهمې وبللې.

 

د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې په خبره؛ دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په کابل کې د ډیپلوماټیکو عملي چارو د احیا دایمي شتون، او په افغانستان کې د آسټرالیا د طو شمېر ځانګړو ځواکونو د پېښو او جنګی جرمونو څېړلو کې په ګډه کار وکړي. د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کالونو پورې د پراختیايي هوکړه لیکونو او دوه اړخیز مشارکت د هوکړه لیک بیا نوي کېدل هم هغه موارد وو چې له دواړه لوري باید ورباندې کار وکړي.

 

آسټرالیا په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په ملکي کسانو باندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي. له بلې خوا دا ډله توانېدلې ده، چې له دوه میاشتو زیاته موده کې ۱۰۰ ولسوالۍ ونیسي.

 

له یو شمېر ولسوالیو څخه راپورونه ښيي، چې طالبانو ملکي کسان وهلي او په ډزو یې ویشتي دي. د افغانستان حکومت د اعلان پر بنسټ، طالبانو د غزني په مالستان ولسوالۍ کې هم ملکي کسان وژلي دي.