د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپط خبرداری ورکړی

 

په هېواد د کرونا ویروس اخته شویو کسانو شمېر په ډېرېدو سره د روغتیا وزارت سرپرست خبرداری ورکوي، چې افغانستان د کرونا ناروغۍ له درېیمې څپې سره مخ ده او خطر د دروازو تر شا را رسیدلی ده.

د روغتیا وزارت سرپرست، وحید محروح نن یکشنبه د غویي په ۷ مه د حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل:« د کرونا ویروس دا درېیمه څپه به د تېرو لومړۍ او دویمې څپې څخه خطرناکه وي، چې دا به د تېرو څپو په پرتله ډېر خطرونه له ځان سره ولري.»

ښاغلي مجروح له خلکو څخه وغوښتل، د کرونا ویروس پر وړاندې له خصوصي سکتور او دولت سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:« د کرونا ناروغۍ د خپرېدو دریېمې څپې کې افغانستان له یوې نامالومې جګړې سره مخ ده او په یوازې توګه نه شي کولای، چې له هغه څخه ووځي.»

نوموړي همدا رنګه ټینګار وکړ، چې خلک باید د صحي پاملرنو له ډلې څخه د ټولنیز واټن مراعتول، د ماسک اغوستل او د لاسونو پرېمینځل مراعت کړي.

په همدې حال کې د حج اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي د هېواد له وګړو څخه وغوښتل، چې د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه د روغتیا وزارت صحي پاملرنې په نظر کې ونیسي.

او همدا رنګه نوموړي دیني عالمانو ته په اشارې وویل، دوی هم باید د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي په برخه کې له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو شمېره لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د یادې ناروغۍ له خپرېدو څخه تر دې دمه ۵۹ زره ۲۲۵ مثبتې پېښې پېژندل شوي دي.

چې د دوی له ډلې څخه دوه زره او ۵۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ زره او ۵۲۰ کسان بېرته ترې رغېدلي دي.