واکنش ها در پیوند به حمله به دانشگاه کابل

په کابل پوهنتون باندې د ترهګریز برید په تړاو غبرګونونه

وروسته له هغې، چې نن سهار یو شمېر بریدګر کابل پوهنتون ته ننوتل او له امنیتي ځواکونه سره یې نښته پېل کړه، اوس د امرالله صالح، ډاکتر عبدالله عبدالله او صدیق صدیقي په ګډون یو شمېر دولتي چارواکو یاد برید غندلی او دا یې یو نا ځوانمرده برید بللی ده.

د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي: «ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه تر هدف لاندې نیول یو دردناک جنایت ده. زده کړیالان د زده کړو، سولې او امنیت حق لري او زه د پېښې قربانیانو او کورنیو ته یې صمیمانه تسلیت وایو.»

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وظلي دي، چې په کابل پوهنتون باندې برید زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني فاجعه ده. دا برید د طالبانو او همفکرو چټلی ښيي.»

همداراز د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «په کابل پوهنتون باندې نننی ترهګریز برید غندو او د ملي او انیتي ځواکونو په مټو پوره باور لرو، چې ترهګر ډېر ژر له منځه یوسي. په هلمند کې ترهګر له سختې ماتې وروسته اوس دا ډلې یو ځای شوي دي او ښوونیزې ساحې تر هدف لاندې نیسي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو ستر ملکي استازی په کابل پوهنتون باندې نننی برید په کلکه غندي او وايي، چې په تېرو لسو ورځو کې دا دویم ځل ده، چې په کابل کې په ښوونیزو مرکزونو باندې برید ترسره کېږي.