د امریکا د دفاع وزیر: د افغانستان د اردو لومړی کار د طالبانو د پرمختګونو مخه نیول دي

 

 

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي دفاع وزارت وزیر وايي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید په لومړیو کې د طالبانو د پرمختګونو له کموالي څخه ډاډمن شي.

 

د رویټرز خبري آژانس په خبره، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آسټين تېره ورځ (شنبه د زمري ۲مه) په آلاسکا ایالت کې له خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي: «د افغانستان ملي اردو دې لومړی د طالبانو د پرمختګونو له کموالي څخه ځان ډاډمن کړي او وروسته دې د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو په اړه اقدام وکړي او د افغانستان اردو په لویو مرکزونو کې د خپلو مرکزونو د قوي کولو په حال کې دي.»

 

ښاغلي آسټين زیاته کړې چې آیا دغه ستراتیژي به د طالبانو د پرمختګونو مخنیوی وکړي او که نه؟ هغه ټینګار کړی: «زما په اند لومړی کار چې باید ترسره یې کړي د طالبانو د پرمختګونو له کموالي څخه ځان ډاډمن کول دي.»

 

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې زما په باور د افغانستان امنیتي ځواکونه د پرمختګ وړتیا لري، خو و به ګورو چې څه کېږي.

 

د امریکا ستر درستیز جنرال مارک میلي هم د چنګاښ په ۳۰مه نېټه ویلي وو: «طالب جنګیالي د افغانستان د ولایتونو په شاوخوا نیمايي مرکزونو باندې زور راولي، مګر د دې هېواد اردو د مهمو ښارونو د ساتنې لپاره د خپلو سرتېرو د قوي کولو په حال کې دي.»

 

ښاغلي میلي زیاته کړې وه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکي کسانو د ساتنې تګلاره غوره کړې ده او ډېری وګړي په مرکزونو او پلازمېنه کابل کې استوګن دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره یې له کابل، ننګرهار او پنجشير پرته د هېواد په نورو ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا ګرځبندیز ولګاوه. د ټاکل شویو مقرراتو پر بنسټ، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې هېوادوال نه شي کولی، چې د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۴ بجو پورې په ښار کې تګ راتګ وکړي.

مګر طالبان ادعا کوي، چې د افغانستان نږدې ۲۰۰ ولسوالۍ یې نیولي دي او امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې له ۲۰ زیاتې ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.

 

له دې سره هم مهاله د افغانستان دولت وايي، چې د یو شمېر ولسوالیو په مرکزونو کې د طالبانو شتون د طالبانو په لاس د دې ولسوالیو د بشپړ کنټرول په مانا نه ده او طالبان د اوږدې مودې لپاره د ولسوالیو د نیولو وړتیا نه لري.