کاهش کمک های جهانی برای افغانستان

د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان لپاره په نړیوالو مرستو کې ډېر کموالی راغلی

د رویټرز خبري آژانس د خپاره شوي راپور پر بنسټ د درېوو با خبره سرچینو څخه نقل کړي، چې ممکن تمویلوونکي د ژنیو په کنفرانس کې ووایي، چې په افغانستان کې د مرستو تمه کمه شي. د سرچینو په وینا شاید چې تمویلوونکي د مرستو د ورکړې شرطونه سخت او د مرستو موده کمه کړي. سرچینو زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان ستر ملاتړ کوونکی هېواد ده او احتمال لري، چې د نظامي او امنیتي مرستو پرته اوسنۍ غیر نظامي مرستې چې کلنۍ اندازه یې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي، په زیاته کچه کم شي.
د سرچینو په وینا، امکان لري، چې نه یواځې واشنګټن به مرستې سمې نیمې راکمې کړي؛ بلکې د دې امکان شته، چې د خپلو څلورو کلونو ژمنو دوره به یواځې یو کال ته راکمه کړي. له دې سرچینو څخه دوه نورو ویلي دي، چې د فرانسې او انګلیس په ګډون د ناټو ډېر غړي د خپلو ژمنو او مرستو د کمولو د ارزونې په حال کې دي او آسټرالیا هم قصد لري، چې ۳۰ سلنه خپلې مرستې کمې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله لسګونه تمویلوونکي هېوادونه او څو اړخیز سازمانونه په هرو څلورو کالونو کې یو ځل راټولېدل تر څو له افغانستان سره په ملیاردونو مرستې، چې د دې هېواد درې پر څلورمه برخه بودیجه جوړوي، ژمنه وکړي. په ټوله کې دا مرستې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ته، چې د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې یو صندوق ده، سپارل کېږي. څلور کاله وړاندې په بروکسل کې د تمویلوونکو په وروستي کنفرانس کې هغویله ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۵.۲ ملیارده ډالره د افغانستان د ملاتړ لپاره وعده ورکړې وه، چې په هر کال کې ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره سخت کار لري، مګر د مرستو په کمولو او د افغانستان د سولې د هوکړه لیک ته د لاسرسي لپاره به له مالي بحران سره مخ شي.