کشته شدن معاون کمیسیون نظامی طالبان در ولایت هلمند

په هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال له خپلو ۸ تنو ملګرو سره وژل شوی ده

امنیتي چارواکي وايي، چې د هلمند ولایت په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د نظامی کمیسیون مرستیال له خپلو ۸ تنه ملګرو سره وژل شوی ده.

د ملي دفاع وزارت نن (شنبه د لړم ۱۰مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي: «د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ په خسر آباد سیمه کې د ملي اردو په هوايي برید کې د ملا امان الله په نوم د طالبانو د نظامي کمیسیون یو مرستیال وژل شوی ده. دا برید تېره ورځ (جمعه) د لړم په ۹مه نېټه ترسره شوی ده.

خبر پاڼه زیاتوي، چې دې کس د «شفیق» په نوم د یوې ډلې رهبري کوله او د هوايي بریدونو په ترڅ کې یې د لاس لاندې ۸ کسان وژل شوي دي.

همداراز خبر پاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو یو عراده لوړ ماډل موټر، څلور میله کلاشینکوف، دوه میله دراز نوف وسله او یو شمېر نور مخابراتي وسایل له منځه وړي دي.

طالبانو د دې پېښې په تړاو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې هلمند ولایت د هېواد په سوېل کې یو له نا امنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي. طالب ډلې د تېرې میاشتې په ۲۰مه نېټه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو باندې پراخ عملیات ترسره کړل، چې دواړو لورویو ته پکې پراخ زیانونه واوښتل.