په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۲۲۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۲۲۷ طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملي دفاع وزارت نن (سه شنبه د غویي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: « په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لغمان، لوګر، غزني، وردګ، هرات، غور، فاریاب، بلخ، بغلان، تخار، کندز، هلمند او کندهار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۳۵ طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو پر مهال د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یو شمېر پټنځایونه یې هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۷۲ کړۍ ماینونه چې طالبانو د ملکي او نظامي کسانو د وژلو په موخه ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په تړاو د ستانبول ناسته د طالبانو د ګډون نه کولو په سبب وځنډېده، چې دې کار په سوله کې د پرمختګ څخه افغانان ناهیلي کړي دي.

طالبان وايي، چې دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتو پورې د افغانستان او نړۍ له رهبرانو سره په هېڅ ډول ناسته کې ګډون کولو ته حاضر نه دي.