د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۴۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

امنیتي چارواکي د هېواد په درې ولایتونو کې له ۴۰ د زیاتو طالب ترهګرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن (یکشنبه د غويي ۵مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: « د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د هدفنمدو عملیاتو په دوام کې ۲۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.»

په خبر پاڼه کې راغلي: « د غزني په ګیلان او مقر ولسوالیو کې په یو لړ نورو ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو یوه ډله چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د بریدونو پلان درلوده، موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په واسطه په نښه شول، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.»

همداراز خبر پاڼې زیاته کړې: « د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د علي آباد په لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښته کې د ضیأالدین (مشهور په بلال) په نوم د یادې ډلې سرګروپ وژل شوی، یو تن یې ټپي شوی او یو تن یې د جګړې په ډګر کې ژوندی نیول شوی ده.»

له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د دښمن یو شمېر وسایط او جنګي وسایل په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې خبرې هم ډېرې په کرار او کمزوري ډول پر مخ ځي او له بلې خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې هم زور اخیستی ده.