په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

په افغانستان کې د خونړیو پېښو او جګړو په دوام کې د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۹۴ طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

د افغانستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې په دې موده کې لږ تر لږه ۶۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي. ویل کېږي، چې دغه جنګیالي د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي دي.

 

د ملي دفاع وزارت نن (سه شنبه د غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ « په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنخ مخامخ نښتو کې لږ تر لږه ۶۰ طالبان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.»

 

په خبرپاڼه کې راغلي: « د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په دوام کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغو جنګیالیو ته په غزني، لغمان، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندز او بغلان ولایتونو کې زیان اوښتی ده

 

د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د طالبانو له خوا ۶۹ کړۍ مختلف النوعه ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

 

د راپورونو پر بنسټ، دوه ورځې وړاندې هم یاد وزارت ادعا کړې وه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۲۸ طالب جنګیالي وژل شوي او نږدې ۷۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي. طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو او د ملکي کسانو په وژلو باندې تورن دي. دا هغه څه دي چې ډېر ځله د طالبانو له لوري رواني جګړه بلل شوې ده.

 

له دې وړاندې د هلمند د ملي اردو چارواکو اعلان کړی وو، چې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۷۵۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي چې په دې کې د پاکستاني نظامیانو جسدونه هم لیدل شوي دي. که څه هم تمه کېده چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پیلېدو سره به په افغانستان کې د تاوتریخوالي چه کمه شي، خو ویل کېږي، چې طالبان د پاکستان د استخباراتو په امر او اشارې سره هڅه کوي چې د افغانستان په نظامیانو باندې فشارونه زیات کړي او له نظامي لارې قدرت ته ځان ورسوي.