هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې

نړۍ عمران فروبلیعمران فروبلی April 26, 2021 0 Views

 

د نړیوالو راپورونو پر بنسټ؛ هند دوه پرله پسې ورځې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د ورځینیو پېښو د زیاتوالي شمېره تېره ورځ ثبت کړې ده. تېره ورځ په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۵۲۹۹۱ هند میشتي وګړي په دې وژونکي ویروس اخته شوي دي.

د هند د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د مړو شمېر ۲۲۲۶ تنو ته رسېدلی ده. په ورته وخت کې هندي چارواکو د هند د شمال او لویدیځ په ګډون ټول هند ته خبرداری ورکړی ده چې ټول روغتونونه له ناروغانو څخه ډک شوي دي او اکسیجن یې هم مخ په خلاصېدو ده.

په هند کې د کرونايي ناروغانو او مړو د شمېر زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شو، چې تېره ورځ په یاد هېواد کې په یو روغتون کې چې د کرونا ناروغانو درملنه پکې کېده، اورلګېدنه رامنځته شوه او لس تنه پکې مړه شول.

تېره چهارشنبه هم یو شمېر خبري سرچينو د هند په لویدیځ کې په یو روغتون کې د اکسیجن په دستګاوو کې د ستونزې له لامله د ۲۲ تنو د مړه کېدو خبر ورکړ.

له بلې خوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له هند سره د غم شریکي د څرګندولو لپاره په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « هند په دې اساس وخت کې د کوېډ-۱۹ له ویروس سره مخ ده. موږ ډاډه یو، چې هند به د روغتیاپالانو، خلکو او دولت د ګډو هڅو په پایله کې له دې بحران څخه ووځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له هند سره د کرونا ویروس د مقابلې لپاره په مرستې ټینګار کړی ده. د سپینې ماڼۍ یو ویاند له هند سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دې ویروس د واکسین د جوړولو موادو، روغتیايي تجهیزاتو او ساتندویه توکو د عاجلې مرستې خبر ورکړی وو.