د کابل په بګرام کې د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه شوې

 

 

د افغانستان برېښنا شرکت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د برېښنا د یوې پایې د ویجاړېدو خبر ورکړی ده.

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «تېره شپه د کابل ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په دوه بمونو الوځول شوې او ویجاړه شوې ده.»

همداراز یاد ریاست زیاته کړې: «درېیم ماین چې د مخالفینو له لوري د پایې د بشپړ ویجاړي لپاره ځای پر ځای شوی وو، له نېکه مرغه د پولیسو له لوري کشف او له منځه وېوړل شو.»

د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د دې چاودنو په پایله کې د برېشنا جریان نه ده زیانمن شوی او نن یې په بیا رغونې باندې کار پېل شوی ده.
له بلې خوا دې شرکت له خلکو او امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د افغانستان د برېښنا د تأسیساتو په ساتلو کې له یاد شرکت سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د برېښنا پایو ویجاړېدل زیات شوي دي، دا شرکت چې په ټوله کې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته برېشنا را واردوي، وايي چې د دې کار یوه موخه د دولت د مخالفینو لپاره آرامي سبب کېږي.

 

افغانستان له ازبکستان، تاجکستان او ایران هېوادونو څخه برېښنا واردوي، چې د ازبکستان او تاجکستان برېښنا د شمالي ولایتونو له لارې څخه پلازمېنې او نورو ولایتونو ته رسېږي. د برېشنا شرکت وايي چې د هېواد ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه ترلاسه کوي او ۱۹ سلنه برېشنا د هېواد دننه څخه ترلاسه کېږي. ۴ سلنه یې د حرارتي او انرژيکي سرچینو او پاتې نوره له بندونو څخه تولیدېږي
افغانستان په طبیعي توګه ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا له ازبکستان څخه واردوي او د دې برېښنا د مزي په پرې کېدو سره د افغانستان برېښنا په بشپړه توګه پرې کېږي او د هېواد څو ښارونه تیاره کوي.