زموږ په اړه

موږ څه کوو؟

پاسبانان خبري آژانس د اطلاع زسونې په برخه کې لومړنی معتبر آژانس ده، چې د خبر رسونې بېلابېلې خپرونې؛ لکه: لنډ خبرونه، تولیدي، څیړنیز او فیچري راپورونه برابروي او د افغانستتان، سیمې او نړۍ اوسېدونکو ته یې رسوي. دا رسنۍ د اطلاع رسونې په ډیجیټل کولو باور لري او له همدې امله هڅه کوي، چې د ډله ایزو رسنیو له نوي نسل څخه، کوم چې په اوس وخت کې د اطلاع رسونې عصري وسیلې پېژندل کېږي، د خپلو مخاطبینو سره د اړیکې د ټینګولو د وسیلې په حیث ګټه واخلي او لومړني اطلاعات خپلو مخاطبینو ته ورسوي. په اوس وخت کې پاسبانان د پينځه کلیدي وسیلو (ویب پاڼې، ټلویزيون، مجلې، راډيو او پر لیکه ښوونیز مرکز) په استفادې سره هڅه کوي، چې خپلو مخاطبینو ته خدمت وکړي او دا رسنۍ شپه او ورځ هڅه کوي، چې په ډېر کم وخت کې ډېر کرَه اطلاعات تر مخاطبینو ورسوي.

پاسبانان خبري آژانس د «پاسبانان رسنیز ګروپ خبري آژانس» تر مجموعې لاندې ده، چې بنسټ یې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د شېرشاه نوابي له خوا، چې د افغانستان له خبریالانو څخه یو خبریال ده، کېښودل شو. پاسبانان خبري آژانس (پي ام جي نیوز) هڅه کوي، چې هغه مهم اطلاعات، چې د هېواد او سیمې د هر اوسېدونکي لپاره اهمیت لري او ژوند یې اغېزمن کويِ؛ په پوره پاملرنې سره وړاندې کړي.

د خبریالي لاسته راوړنېِ؛ لکه: تازه خبرونه، څیړنیز خبرونه، فیچري خبرونه، د دردمن نسل لپاره هیله بښونکې ځانګړې مرکې، تحلیلي راپورنه، معلوماتي او انګېزه بښونکي اطلاعات زموږ له بنسټيزو اطلاعاتي لاسته راوړنو څخه دي، چې موږ یې د هېواد په ټولو برخو کې تر مخاطبینو پورې رسوو.

پاسبانان خبري آژانس (پي ام جي نیوز) په خبري، تحلیلي، څېړنیزو او انګېزشي کړنلارو سره د پېښو د را برسېره کولو په تعقیب یا څارلو کې ده؛ ترڅو په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، نظامي، کلتوري او نورو مهمو برخو کې د افغانستان د وګړو او نورو ټولنو ترمنځ د سیمې په کچه د خبرو اترو فرصت رامنځته کړي.

د پي ام جي نیوز کاري ډله په دې باور ده، چې په پوره دقت، توازن، بې طرفه ډول سره د اطلاعاتو پوښښ، انعکاس او نشر د هر هېوادوال یو له اساسي حقوقو څخه ده؛ ترڅو د هغو پېښو په اړه معلومات ولري، چې په ژوند کې یې مهم بلل کېږي.

د انساني حقوقو څخه ساتنه، ټولنیز عدالت، ولسواکي، د قانون حاکمیت، د بیان آزادي، جنسیتي برابري او معتبرو او کرّه اطلاعاتو ته لاسرسی د پاسبانان خبري آژانس لپاره استثنايي اصول دي، چې له دې څخه لېرېوالی له نورو ارزښتونو سره معامله ده او تر ټولو مهم موږ ژمن یو، چې په نورو ټولنو کې د انساني کرامت او ارزښتونو ساتنه وکړو.

د پي ام جي نیوز بې طرفي، دقت، سرعت او ملتپالنه هغه موارد دي، چې دا بنسټ یې د انسان د دوستانه او ولسواکه ارزښتونو ساتلو ته ژمن پاتې کړی ده، چې پرته له شکه د پي ام جي نیوز همدغه ځانګړتیاوې د دې سبب شوي دي، چې مخاطبین په اغېزناک ډول د اطلاع رسونې له دې آژآنس څخه لیدنه وکړي او په ورځيني ډول د دې پرلیکه يا آنلاین رسنۍ مخاطبین ډېرېږي. د دې ترڅنګ په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ځانګړو بدلونونو پوښښ؛لکه: سیاست، اقتصاد، کلتور، ټولنه، ورزش، کورني، سیمه ایز او نړیوال بدلونونه د پي ام جي نیوز لپاره مهم او د بحث وړ موارد ګڼل کېږي، چې تل په بې طرفانه او متوازن ډول د واقعیتونو د بیانولو په لټه کې ده. لنډه دا، چې موږ له داستانونو ها خوا فکر کوو.

په اوس وخت وخت کې پاسبانان خبري آژانس په درې ژبو پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپرونې لري. قدرمن مخاطبین کولی شي، چې پي ام جي نیوز پهwww.pasbanan.com, www.youtube.com/pmg  او نورو ټولنیزو شبکو کې پیدا او وڅاري. همدارنګه د پي ام جي پلس پر لیکه (آنلاین) مجله د پاسبانان ویبپاڼې له پتې څخه ترلاسه کړي.

هغه څه چې موږ یې برابروو

له درې کالونو را پدېخوا موږ د یوې آزادې رسنۍ په حیث د خلکو په چوپړ کې یو، چې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه فعالیت کوو. تاسو کولی شئ، چې لومړني، بې طرفه او دقیق معلومات زموږ له ویبپاڼې څخه ترلاسه کړئ.

زموږ رسنیز پوښښ

موږ هر ځای کې له تاسو سره یو. د ښاري خبریالي برنامه زموږ بهترینه او لویه وسیله ده، چې له موږ سره په ملي او سیمه ایزه کچه مرسته کوي ترڅو لومړني معلومات تر تاسو در ورسوو. پي ام جي نیوز په دې هڅه کې ده، چې ستاسو په آواز بدل شي.

 

زموږ تخصص

له یو ژمن او متخصص ټیم سره موږ د متوازنو او بې طرفه خبرونو او راپورنو د برابرولو په هڅه کې یو او کوښښ کوو، ترڅو په پوره دقت سره خپلو مخاطبینو ته اطلاعات ورسوو.