د کندهار په ارغستان کې له څو اوونیو وروسته د طالبانو محاصره ماته شوه

 

 

آخر هم امنیتي ځواکونه او پولیس وتوانېدل، چې طالب ځواکونو ته د درنو تلفاتو په اړولو سره د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې بند پاتې نظامیان وژغوري.

 

په یادې ولسوالۍ کې سرچینې وایي، چې د امنیتي ځواکونو هغه قرارګاه چې د طالبانو له لورې د څو اونیو راهیسي کلابنده وه اوس د طالبانو له ولکې ووته.

 

په تازه راپورونو کې یوه امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پاسبانان خبري آژانس ته وویل، مرستندویه ځواکونه د کلابند شویو سرتیرو د خلاصون په موخه یادې قرارګاه ته رسیدلي دي او بندي سرتیري یې ژغورلي دي.

 

سرچینه وایي: « دا عملیات د هوایي او ځمکني ځواکونو په ګډه تر سره کړي دي. اوس مهال موږ په هغه قرارګاه کې یو، چې د عامه امن ځواکونه په کې محاصره شوي وو او حالات هم بېرته عادي شوي دي.»

 

له دې وړاندې د محاصره شویو سرتیرو له ډلې احمد فواد پاسبانان ته په ټینګار سره ویلي وو، چې هغوی د څو اونیو راهیسې په سختو حالاتو کې ګېر دي، تر دې چې د خوړلو لپاره ډوډۍ ورته نه پیدا کیږي.

 

اوس مهال یاده سرچینه زیاتوي، چې احمد فواد د امن عامه او د سرحدي ځواکونو قوماندان، چې د طالبانو په محاصره کې وو د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلی او په یاده سیمه کې امنیتي وضعیت خپل عادي حالت ته راګرځېدلی.

 

له دې سره هم مهاله د اردو هوایي او ځمکني ځواکونه په دې وروستیو ورځو کې سخت حالات تجربه کوي.
د راپورونو پر بنسټ طالبانو په دې موده کې په لویو ښارونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

 

د جګړې له ډګر څخه راپورونه ښایي له افغان ځواکونو سره د طالبانو په جګړه کې د طالبانو له ۱۰۰۰ څخه زیات جنګیالي وژل شوي دي.
خو طالبان د دې ادعا په رد سره ټینګار کوي، چې د بغلان ولایت او نورو ولایتونو په برخو کې په لسګونه افغان سرتیري له خپلو تجهیزاتو سره دوی سره یو ځای شوي دي.

 

هغه ادعا چې څو ځله د هیواد د دفاع وزارت له لورې رد شوې ده.