د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه لوېدلې ده

 

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مني چې د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه لوېدلې ده. د ملي دفاع وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له لامله لوېدلې ده. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « تېره شپه د افغانستان د هوايي ځواک یوه MI-17 هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له لامله د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې لوېدلې ده.»

 

یاده پېښه کې هوايي ځواکونو ته زیان هم اوښتی ده. په خبر پاڼه کې راغلي: «له بده مرغه چې د دغې هلیکوپټر د لوېدو له لامله په چورلکه کې ۳ تنه سپاره کسان شهیدان شوي او یو بل ټپي ده چې د درملنې لپاره مرکز ته وړل شوی ده. د ملي دفاع وزارت رهبري د خدای له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپي ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.»

 

خو طالبان ادعا کوي چې دا چورلکه د دوی د جنګیالیو له خوا غورځول شوې ده. د طالبانو په خبر پاڼه کې راغلي: « د اسلامي امارت د مجاهدینو په چټک برید کې د دښمن یوه چورلکه غورځول شوې ده.»

 

د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې په میدان وردګو کې د یوې چورلکې د لوېدو خبر ورکوي چې طالبانو په دې وروستیو اوونیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی ده. د ملي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو په وروستیو دوه میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷ ولسوالۍ نیولي دي.

 

مګر امنیتي چارواکي وايي چې په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي. له دې مخکې د ملي اردو یو جنرال په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي وو چې په هلمند کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

 

د هېواد په سوېل کې ملي اردو دغه چارواکي ادعا کړې چې په وژل شویو کسانو کې یو شمېر پاکستاني نظامیان هم شامل دي.