کابل کې لږ تر لږه ۸۰ ماشومان وژل شوي

 

 

د کابل ښار په ۱۳مه حوزه کې د موټر بم برید تازه جزیات ښيي، چې په دې برید کې ماشومانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تر دې مهاله په دې برید کې لږ تر لږه ۸۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي. دا برید چې د کابل په ۱۳مه حوزه کې د سیدالشهدأ ښوونځي سره ترسره شوی، تر ډېره پورې یې زده کوونکي وژلي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي: « دغه موټر بم برید نن مازدیګر شاوخوا ۴:۲۷ دقیقې هغه مهال چې زده کوونکي له ښوونځي څخه رخصت شوي وو او کورونو ته ستنېدل رامنځته شوی ده، چې له بده مرغه په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي او ۵۲ نور ټپيان دي. ټپيان د کابل په لویدیځ کې محمد علي جناح روغتون ته لېږدول شوي او د دې مرګونې پېښې د قربانیانو شمېر د بدلون په حال کې ده.»

 

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا؛ د دې وحشتناکه بذید ټول قربانیان هغه ماشومان دي، چې له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وو. تر دې مهاله د یاد برزد مسؤولیت هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی. له دې سره دغه پېښه له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

 

د بشري حقونو بنسټونه د دغې پېښې په غنداو سره چې ټول قربانیان یې ملکي کسان دي، ټینګار کوي چې سږ کال د ملکي کسانو د مرګ ژولې شمېر مخ په زیاتېدو ده. د دولت د مخالفینو له لوري تاوتریخوالی داسې مهال کې زیات شوی ده چې اته ورځې وړاندې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پېل شوی ده.

 

کابل په دې وروستیو کې د هدفي وژنو شاهد ده. وروسته له څو میاشتو څخه په کابل کې دغه موټر بم برید د تاوتریخوالي کموالي بلل کېږي، له بلې خوا دیني عالمان له وسله والو مخالفینو څخه غواړي چې په هېواد کې د وینې تویونې او تاوتریخوالي له دوام څخه ډډه وکړي.