د اختر لپاره درې ورځنی اوربند که د تازه دمو ځواکونو د استولو چل

سوله عمران فروبلیعمران فروبلی May 10, 2021 0 Views

 

 

طالبانو د کوچني اختر په را رسېدو سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ، دا طالبانو دغه کړنه په ظاره کې د ملي پخلاینې د عالي شورا له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

 

طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي: « د دې ډلې ټولو جنګیالیو ته امر شوی ده چې د اختر په درې ورځو کې په ټول هیواد کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تعرضي بریدونه بند کړي.»

 

په خبر پاڼه کې همداراز راغلي، چې ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی ده چې کله د اختر په ړرې ورځو کې د دښمن له لوري تعرضي برید ورباندې وشي، نو له خپل ځان او سیمو څخه دې په کلکه ساتنه او دفاع وکړي.

 

طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتي، چې د دولت تر واک لاندې سیمو ته لاړ نه شي او دولتي ځواکونو ته هم د دوی تر واک لاندې سیمې ته د تګ اجازه ړور نه کړي.

 

 

طالب جنګیالیو ته دا امر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا هبة الله د اختر مبارکي په پیغام کې اوربند ته هېڅ اشاره نه وه کړې.

 

د ملي پخلاینې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون پت خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « سره له دې چې دا اعلان د ملي ماتم او د ګڼ شمېر بې ګناه هیوادوالو د له لاسه ورکولو په صورت کې کېږي، مګر د نورو انسانانو د ژوند د ساتنې لپاره یوه ښه پرېکړه ده.»

 

ښاغلي خوزون زیاته کړې چې افغان دولت هم دې کار دې چمتو ده او هیله من یو چې دا بهیر تمدید شي او د هدفمندو او سازنده مذاکراتو سره دوام ومومي. د هغه په وینا، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی ده او طالب جنګیالیو هڅه کړې ده چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې په دې کار نه دي بریالي شوي.

 

د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره تر ډېره پورې ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ده. په ورستۍ پېښه کې چې دوه ورځې وړاندې د کابل په لویدیځ کې له یو ښوونځي سره ترسره شوه لږ تر لږه ۵۰ زده کوونکي مړه او ۱۵۰ نور ژوبل شول.

 

دا پېښه په ښکاره توګه طالبانو رد کړه خو حکومت ادعا کوي چې د دغې مرګونې پېښې تر شاه طالبان لاس درلوده.

 

د روژې به مبارکه میاشت کې دا بریدونه له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. اوس د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یو پیغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که له تاوتریخوالي څخه لاس وا نه خلي نو دوی به جزايي محکمې ته معرفي کړي.

 

له بلې خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د اختر درې ورځنی اوربند د نویو جنګیالیو د تقویه کولو او د جنګي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره یو فرصت ده، ځکه دغې ډلې په دې وروستیو ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې زیات شمېر زیانونه لیدلي دي.