د بدخشان ولایتي شورا غړي او ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي دي

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ولایتي شورا د یو پخواني غړي پورې اړوند څو کسانو او د ولسي پاڅون کوونکو د یو قوماندان ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنأالله روحاني نن (چهارشنبه د مرغومي ۲۴مه) رسنیو ته ویلي:«تېره ورځ مازدیګر د مهال د بدخشان د ولایتي شورا د پخواني غړي “مصور” پورې اړوند کسانو د ولسي پاڅون کوونکو د یو قوماندان “حزب الله” ترمنځ د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند “دوغلط” سیمه کې نښته رامنځته شوه، چې دوه تنه پکې وژل شوي دي

ښاغلي روحاني زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې یو تن د ولسي پاڅون کوونکو سرتېری او بل بیا د ولایتي شورا غړي پورې اړوند یو غیر مسؤول وسله وال ده او د دوی ترمنځ دا نښته د شخصي انګېزې له لامله رامنځته شوې ده او ویلي دې چې نښته اوس درېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې بدخشان ولایت د هېواد په شمال کې یو له نا امنه ولایتونو څخه ګڼل کېږی او په دې وروستیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د شدیدې جګړې شاهد ده.

خبریال: محمد نبي کریمي