د افغانستان لپاره د کمال خان بند اقتصادي، کرنیزې او چاپېریالي ګټې

لیکوال: حمیدالله امیري غوریاني، د افغانستان د عدالت غوښتونکو ځوانانو د ټولنیزې شورا رهبري غړی.
نیمروز ولایت د هېواد له ګرمو او هموارو ولایتونو څخه ګنل کېږي، چې چې د شمالي عرض البلد په ۲۱ درجو او ۳۰ دقیقو او د ختیځ طول البلد په ۵۵ درجو او ۶۶ دقیقو کې موقعیت لري. دا ولایت په لویدیځ کې له ایران او سوېل کې له پاکستان سره سیاسي ګډه پوله لري. همداراز شمال خواته له فراه او ختیځ خواته له هلمند ولایتونو سره ګډه پوله لري، چې د جیو ایکانومیکي او جیو پولیټيکي موقعیت له نظره ځانګړی مقام لري. نیمروز وچ او ګرم اقلیم لري اوړی یې ګرم او وچ او ژمی یې معتدل او باراني ده. په دې ولایت کې د لویو او وړو سیندونو شتون د دې سیمې د اوسېدونکو او حیواناتو لپاره د ژوند کولو زمینه برابره کړې ده. د هلمند سیند په نیمروز کې تر ټولو لوی سیند ده چې د هندوکش د غرونو د لړۍ له مرکزي لوړو څوکو څخه سرچینه اخلي او د هېواد لویدیځ او سوېل لویدیځ لور ته بهیږي. د مرکزي غرونو له لوړو ژورو درو څخه د دې سیند تېرېدل د ځمکې د وېجاړېدو او د کال په بېلابېلو موسمونو کې د وحشتناکو سېلابونو د رامنځته کېدو سبب شوی ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دې سیندونو په لارو کې د وطن د ښېرازۍ لپاره د کرنې د پرمختګ، د ځمکو د خړوبولو، د برېښنا د تولیدولو او د اوبو د راټولېدونکو بندونو د جوړولو لپاره شرایط بیخي چمتو دي. په همدې مسیر کې په تېرو کالونو کې د کجکي او په روان کال کې د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چارواکو د خبرو پر بنسټ، دا بند د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید او د شاوخوا ۸۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د سیمې په چاپېریالي شرایطو باندې د کمال خان بند اغېز
د چاپېریالي شرایطو له نظره د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان اوضاع متفاوته ده او د میلیاردونو متره مکعب خوږو اوبو لرلو ته په کتو سره کولی شي په سیمه کې د ټولنیز پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې ګټور وي، چې له بده مرغه سیاسي ناخوالو ته په کتو سره دې واقعیت ته نه یو رسېدلي. کرنیزه او مالداري برخه د هيواد په پرمختګ او اقتصادي وده کې مهم رول لري، چې د دې برخې د چمتو کولو په برخه کې دې دولت، د اوبو او انرژي، کرنې او مالداري وزارتونه او نور اړوند بنسټونه پام وکړي ترڅو د بېلابېلو اړخونو پرمختګ ته لاسریی ومومو. د هیواد په لویدیځو او سوېل لویديځو خواوو کې چاپېریالي اوضاع د نورو سیمو په پرتله متفاوته ده. که څه هم افغانستان یو غرنی هېواد ده چې زیاته برخه کې لوړې څوکې دي، مګر د هیواد په سوېل لوېديځه برخه کې وضعیت توپیر کوي. د دې سیمې اقلیم له دښتي ځمکې څخه ډېر ګرم او وچ ده او د کلني باران کچه یې ناچیزه ده. همداراز د تبخیر کچه یې د باران له کچې څخه زیاته ده. د سیندونو په اوږدو کې کلي جوړ شوي چې خلک یې د کبانو ، مرغیو ښکار کولو ، کرنې او مالدارۍ په واسطه ژوند کوي. په هغو سیمو کې د اوبو ډنډونه چې شاوخوا یې پراخه وچه او دښته وي، ښکلا یې لا زیاتوي او هغه ځای د سیلانیانو د چکر لپاره په یو مناسب ځای بدلوي. په پراخه کچه د اوبو شتون په سیمه کې د اقلیم د تنوع سبب کېږي، چې کولی شي په راتلونکي کې د افغانستان سوېل لویدیځ له وچکالي او د اوبو له کمښت څخه وژغوري. دا ډنډونه د شواخوا سیمو د زیرمتونونو د ډکېدو لامل کېږي او د دې سیمې د اوسېدونکو د اوبو اړتیا تر يوې اندازې پورې پوره کوي. د اوبو شتون کولی شي، شاوخوا دښتې زرغونې کړي او د سیمې څېره بدله کړي. همدارنګه دا ډنډونه د څارویو لپاره د څړ ځایونو د جوړېدو او د هیواد په سوېل لویدیځ کې د سېلابونو د مخنیوي سبب کېږي.
د نیمروز ولایت د ځمکې د پوړ له مخې د ۰ څخه تر ۲۱۰ درجو پورې ځای لري او د ټول هېواد د ځمکې د پوړ په پرتله (۰ – ۸۶۵) د پوړ تر ټولو کمه اندازه لري او دا د ښاري- کلیوالي، پرمختګونو، د باغونو په رامنځته کولو، کرنیزو ځمکو، د استوګنې ښارګوټو، صنعتي شرکتونو، ساختماني حمل او نقل او… برخو کې مهمه برخه ګڼل کېږي. کمال خان بند نسبت په هغه موقعیت چې لري یې تقریبا د ځمکې د ( ۰ـ۱۶) پوړ درجې لرونکی ده چې د ارتفاعي تضاد نشتون ښيي. همداراز د بحر له سطحې څخه د لوړوالي له لحاظه د ۴۲۰ تر ۵۰۰ مترو پورې لوړ ده او د خپلو وزرونو په نسبت ټيټ ده چې په بند کې د اوبو د راټولېدو په برخه کې مهم رول لوبوي او شاوخوا ته د اوبو د تللو مخنیوی کوي.
د هیواد په سوېل لویدیځ کې د نیمروز ولایت په یو کس پورې تړلې ځانګړې ځانګړنه لري چې د افغانستان حکومت وکولی شي په نږدې راتلونکي کې یې د هیواد او سیمې د پرمختګ لپاره د ستراتیژیکې سیمې په توګه وکاروي. پدې حالت کې قوتونه، ضعفونه، وړتیاوې او ګواښونه باید له پامه ونه غورځول شي؛ ځکه چې په پرمختګ او په ځانګړي توګه د اوبو د بندونو رامینځته کول چې بهر ته د اوبو جریان بندوي، د سیمې یو له هغو “وړتیاوو” څخه دی، چې په همدې حالت کې هغه ” ګواښونه” چې په راتلونکي کې به رامنځته شي، په نظر کې ونیول شي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي تضادونو سبب کېږي.