د ګوګل عامل مدیر له هند سره د کرونا ویروس بحران لپاره ۱۸ میلیون ډالره مرسته وکړه

 

د راپورونو پر بنسټ د الفابټ او ګوګل شرکت عامل مدیر سوندرا پیچای له هند سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه ۱۳۵ هندي کروړه، چې ۱۸ میلیون ډالر کیږي د یاد هیواد له غیر دولتي سازمانونو سره مرسته وکړه.

د ګوګل عامل مدیر ویلي، چې په هند کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ په خپرېدو یې سخت ټکان خوړلی ده.

له بل پلوه د ګوګل د هند برخې رییس سنجۍ ګوپتا ویلي، چې د یاد هیواد ټول روغتونونه د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره مرستې ته اړتیا لري.
له ښاغلي ګوپتا څخه په نقلا: « اوس مهال هند د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره سختې شیبې تیروي.

که څه هم لوی روغتونونه لري، خو د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په کار ده چې ظرفیت یې تر ټولو لوړ شي.»

همدا رنګه راپورونه ښایي چې د یادو مرستو یوه برخه یې ګیف انډیا ته ورسپارلې تر څو هغو کسانو ته ورسیږي، چې تر ټولو زیات زیان یې لیدلی او د دې مرستو یوه بله برخه یې یونیسف ته سپارلې تر څو له هند سره د لومړنیو اړتیاوو په ځانګړي توګه د اکسیجن په برخه کې مرسته وکړي.

هند په دې وروستیو ورځو کې د کرونا له نوي بحران سره مخ ده، دا هیواد اوسمهال د کویډ-۱۹ ناروغۍ درېیمه څپه تېروي.

د راپورونو پر بنسټ ۳۳۰ زره تنه په دې وروستیو ورځو کې په یادې نارغۍ اخته شوي دي او له ۲۲ زرو څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اوس وخت کې هند او امریکا د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دي او همدا رنګه راپورونه وایي، چې هند د امکاناتو او درملو په ځانګړي توګه د اکسیجن له کمښت سره مخ ده او د مریضانو د مړینې لاملونه هم د هغوی د بستر نشتون ښودل شوی ده.

له بل پلوه هندي چارواکي له ټولنیزو شبکو په ځانګړي توګه، ټویټر څخه غواړي تر څو په یاد هیواد کې د کرونا ناروغۍ درېیمې څپې د راپورونو مخه ونیسي، ځکه چې د دوی ډېره اندېښنه له دې ده، چې د ډول راپورونه د ښاریانو په منځ کې وحشت ډېروي.