هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

 

 

د هیواد امنیتي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولایت په مربوطاتو کې له ۱۰۶ زیات طالبان وژل شوي دي.

 

د ملي دفاع وزارت نن ( سه شنبه د غويي ۱۴مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: « تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولایت په نهر سراج، ناوه، ګرم سېر ولسوالیو او د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له ۱۰۶ زیات طالب جنګیالي وژل شوي دي دي.»

 

یاد وزارت زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د طالب ډلې ۸ تنه لوړ پوړي قوماندان هم شامل دي.

 

په ورته وخت کې له هلمند څخه راپورونه وايي، چې طالبانو له تېرې ورځې راهیسې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار کې پراخ بریدونه کړي دي، چې د لښکرګاه ښار یې په خپله محاصره کې راوستی ده.

 

همداراز ملي دفاع وزارت تېره ورځ هلمند ته د تازه دمو ځواکونو د رسېدو خبر ورکړی وو. دې وزارت ویلي وو، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ سره هدفمند عملیات ترسره کړي دي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.