اداره مالی بین المللی (IFC

نړیواله مالي اداره (IFC) د خپلې ۴ میلیارده ډالرو مالي مرستې په ځانګړي کولو سره په اړمنو هېوادونو کې له کاروبار سره مرسته کوي تر څو د کووېډ-۱۹ پانډیمۍ د منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه وکړي

له کرونا  وبا سره د نړیوالې مالي ادارې (IFC) د مبارزې پروګرام په پام کې لري تر څو په مخ پر وده هېوادونو کې د کرونا وبا له امله ډېر زیانمنونکي کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي. د هغه ۸ میلیارده ډالرو مالي ملاتړ له ډلې څخه چې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بیړنۍ مالي مرستې تر نامه لاندې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د یادې ادارې لخوا تصویب شوه، تر دې نېټې پورې یې د ۴ میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه شوې ده. وړاندوینه کېږې چې د یادو مرستو له نیمې برخې څخه به هغه هېوادونه برخمن شي چې په بشپړه توګه له بېوزلۍ سره مخ دي او پاتې نوره برخه به یې په مخ پر وده هېوادونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې او نوو رامنځته کېدونکو کاري بازارونو په برخه کې په کار واچول شي.

 

د نړیوال بانک ګروپ عمومي رییس، ډېوېډ مالپس په دې اړه وایي:” له مخ پر وده هېوادونو سره د مرستې په موخه له خصوصي سکتور څخه ملاتړ په یادو هېوادونو کې د هر اړخیزې پیاوړتیا او د کرونا وبا د ناوړه اغېزو د له منځه وړلو او هغوی ته د پای ټکي اېښودلو په برخه کې له پام وړ ارزښت څخه برخمن دی”. هغه زیاتوي: “د نړیوالې ادارې لخوا له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بیړنۍ مالي مرستې پروګرام موخه دا ده تر څو د لویو شرکتونو او مالي بنسټونو د اړتیا وړ سرمایه تامین کړو چې په پایله کې دغه چاره د کاري پانګې د برابرولو، له کسب و کارونو څخه د ملاتړ او په سوداګرۍ او کاروبار کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لامل کېږي”.

 

د نړیوالې مالي ادارې مدیره هیئت د روان مېلادي کال په مارچ میاشت کې له هغه شرکتونو سره ۸ میلیارده ډالر مرسته تصویب کړه چې د کرونا وبا له زیانونو څخه اغېزمن شوي وو. نړیواله مالي اداره چې پر خصوصي سکتور او نوو رامنځته کېدونکو کاري بازارونو باندې یو متمرکز، نړیوال پراختیایي بنسټ دی، تر ننه یې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بیړنۍ مالي مرستې پروګرام له لارې یې په مالي- سوداګریز چوکاټ کې ۲ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي. دغه ملاتړ له همکارو مالي بنسټونو سره مرسته کوي تر څو له سوداګریزو فعالیتونو سره د تړلي کاروبار د دوام لپاره د اړتیا وړ سرمایه او پانګونه رامنځته کړي. دغه مالي ملاتړ په ځانګړې توګه کوچني او منځني (MSMEs) شرکتونه چې د دندو او کار مهمه سرچینه ګڼل کېږي، تر خپل پوښښ لاندې راولي.

 

د نړیوالې مالي ادارې د عامل ریاست سرپرست، اجرایوی مرستیال او عملیاتي رییس، سټېفاني ون فرېډبورګ وایي: “د کووېډ-۱۹ د اغېزو پر وړاندې له مبارزې سره د نړیوالې مالي ادارې بېړنۍ مالي مرسته د مالي بنسټونو او ګڼو نورو حقیقي سکتورونو لپاره د اړتیا وړ بیړنۍ پانګې د برابرولو په موخه تصویب شوې ده. دغه مالي مرستې د کار رامنځته کوونکو فرصتونو د پیاوړي ساتلو او دوامداره کولو لامل کېږي او د لنډ مهاله زیانمنوونکو اغېزو مخنیوی کوي”. هغه زیاتوي: “د خصوصي سکتور له مختلفو برخو څخه په ملاتړ سره، موږ هیله من یو تر څو په راتلونکي کې وکولای شو چې د اقتصادي ودې په رامنځته کولو او د کووېډ -۱۹ ناروغۍ له پای ته رسېدو وروسته د یوې مطلوبې، انعطاف منونکې او با ثباته راتلونکې لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته  وکړو”.

 

همدارنګه نړیوالې مالي ادارې د بېړنیو مالي مرستو په چوکاټ کې ۲ میلیارده ډالر په ټولو هغه سیمو کې د اړمنو کسانو د برخمن کېدو لپاره ځانګړي کړي دي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له زیانونو څخه اغېزمن شوي دي. دغه مالي مرستې په بېلابېلو برخو کې د مختلفو موخو لپاره په کار اچول کېږي لکه له روغتیایي سکتور څخه ملاتړ، د توریزم له سکتور سره مرسته او د کاري زمینې د پیاوړتیا په موخه د کاروبار پر پښو ولاړ ساتل. له دې سربېره د یادو مالي مرستو له ډلې ۶۲۳ میلیونه ډالر د خصوصي سکتور بنسټونو ته ځانګړي شوي دي.

 

هېره دې نه وي چې د نړیوالې پراختیایي ادارې (IDA) اړوند د خصوصي سکتور دریڅه (PSW)، چې په بېوزله هېوادونو کې د پانګونو د همغږۍ په موخه د نړیوال بانک ګروپ لخوا رامنځته شوې ده، د سږني کال په مارچ میاشت کې یې په شرایطو برابرو هېوادونو کې له مالي سکتور څخه د ملاتړ او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ملاتړ په موخه د کاري پانګې د پور ورکولو لپاره ۲۸۱ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

 

د نړیوالې مالي ادارې فعالیتونه د نړیوال بانک ګروپ د هڅو یوه برخه ده چې په مخ پر وده هېوادونو کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د بېړنیو اقداماتو ترسره کول، پر ناروغیو باندې د نظارت د کچې زیاتوالی او د روغتیایي سکتور د مختلفو برخو پیاوړتیا او تقویه کول پکې شامل دي. د نړیوال بانک ګروپ دا ظرفیت لري چې په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې ۱۶۰ میلیارده ډالر (د هغه ۴۷ میلیارده ډالرو په ګډون چې له خصوصي سکتور څخه د هر اړخیز ملاتړ په موخه د نړیوالې مالي ادارې لپاره په احتمالي ډول په پام کې نیول شوي دي) چمتو کړي.

 

نړیواله مالي اداره همدارنګه غواړي تر څو د بیا رغونې او بنسټیزو کاروبارونو په رامنځته کولو او د کرونا وبا له کړکېچ وروسته د ټول شموله، تلپاتې او انعطاف پذیره کاري پلانونو د تر لاس لاندې نیولو په موخه له پراختیایي شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. همدارنګه په اګسټ میاشت کې نړیوالې مالي ادارې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د روغتیایي تجهیزاتو لکه ماسکونو، وېنټېلاټورونو، طبي ازمایښتي کېټونو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ اړوند واکسینو ته د لاسرسي او د هغوی د پیاوړتیا په موخه ۴ میلیارده ډالره نړیوالې روغتیایي مرستې تصویب کړې.

 

لاندې د نړیوالې مالي ادارې د هغه پروژو په تړاو لنډ توضېحات وړاندې کېږي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بېړنیو مالي مرستو په چوکاټ کې پر کوچنیو او منځنیو کاروبارونو باندې متمرکزې دي:

 

  • په یوګانډا هېواد کې، نړیوالې مالي ادارې له خوا د نړیوال روغتیایي ګروپ لپاره د ۴ میلیون ډالره پور په چمتو کولو سره، د سلګونه روغتونونو او د روغتیایي خدمتونو مراجعینو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او تقویې لامل شوې ده.
  • په نایجیریا هېواد کې، نړیوالې مالي ادارې په ګڼو سکتورونو کې له کوچنیو او منځنیو کاروبارونو سره د هغوی د مالي ستونزو او د سرمایې د کموالي د ستونزې د حل په موخه مرسته کړې ده. دغه مرسته FCMB ، Access او Zenith بانکونو ته د ۲۰۰ میلیون ډالره پور د ورکړې له لارې ترسره شوې ده.
  • په مصر کې، نړیوالې مالي ادارې له هغه شرکتونو سره چې د هغوی د نغدي سرمایې او پانګونې دوران د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله له ځوړ او ستونزو سره مخ شوې ده، نړیوال سوداګریز بانک ته د ۱۰۰ میلیونه ډالره پور په ورکړې سره مرسته کړې ده.
  • په بنګله دېش کې، نړیوالې مالي ادارې له Mymensingh Agro Limited شرکت سره چې د PRAN ګروپ اړوند یو شرکت دی، د هغه د مناسبې بیې او کیفیت لرونکو خوراکي محصولاتو د تولید او ظرفیت لوړونې په موخه د ۲۵ میلیونه ډالره پانګونې له لارې مرسته کړې ده.
  • په وېتنام کې، نړیوالې مالي ادارې له Phu My hung پراختیایي شرکت سره له ۳۰۰ څخه د زیاتو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
  • په اوکراین کې، نړیوالې مالي ادارې د کرنیزو محصولاتو له یوه پرمختللي تولیدي شرکت څخه د هغه د کاري پانګې د پیاوړي کولو په موخه ملاتړ وکړ تر څو هغه خنډونه او ستونزې له منځه یوسي چې یاد شرکت د کرونا وبا په لړ کې ورسره مخ شوی دی، په دې کار سره نړیوالې مالي ادارې له سیمه ییز غذایي مصئونیت څخه د ملاتړ په برخه کې پوره ونډه اخیستې ده.
  • په برازیل کې، نړیوالې مالي ادارې Daycoval بانک ته چې (د ښځینه وو د کاروبار په ګډون) کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته یو پور ورکوونکی بانک دی، د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پور په ورکړې سره د کاري زمینو د پیاوړي ساتلو او د اقتصادي ځوړ د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې ده.