هند کې د کرونايي ناروغانو د مړینې کچه مخ په زیاتېدو ده

نړۍ محمد نبی کریمیمحمد نبی کریمی May 2, 2021 0 Views

 

 

په هندوستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې په خپرېدو سره په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړو تر ټولوزیاته شمېره ثبت شوې ده او له ۳۷۰۰ تنو څخه زیات ناروغان مړه شوي دي.

 

د هند د عامې روغتیا وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۲۹ زره تنه په یادو ویروس اخته شوي دي.

 

همداراز تېره ورځ په یاد هيواد کې له ۴۰۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي وو، چې دا شمېره په هند کې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په هند کې د کرونا ویروس خپراوی د دې هيواد په روغتیايي سیستم باندې سخت فشار راوستی او ټول روغتونونه د چپرکټونو او نورو لومړنیو موادو له کمښت سره مخ دي.

 

 

په هند کې د واکسین د پراخې برنامې پېل

هند د کرونا له خپراوي سره هم مهاله په دې هېواد کې د واکسیناسیون پراخ پلان پیل کړی ده.

 

له نن څخه وروسته له ۱۸ کالو پورته ټول کسان د واکسین د ترلاسه کولو مستحق دي. مګر یو شمېر ایالتونو ویلي، چې د واکسین د کمښت له لامله یې په تزریق باندې برلاسي نه دي.

 

د هند د واکسیناسیون سیستم په بحراني شرایطو کې ده او د دې هېواد روغتیايي برخه هم د ویروس له خپرېدو سره سم تر سخت فشار لاندې ده.
په هند کې تر دې مهاله له ۱۵۰ میلیونو زیات ډوزونه تزریق شوي دي. د کار پوهانو په وینا؛ دا سخته ده، چې هند دې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې وکولی شي، چې خپل ټاکلي هدف ته چې د ۲۵۰ میلیونو کسانو واکسینول دي، په داسې حال کې چې په یاد ویروس باندې د اخته کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې ده.