د کابل په لویدیځ کې د موټر بم برید د قربانیانو شمېر زیات شو

نن مازدیګر شاوخوا ۴:۲۷ دقیقې ( د روژې ۲۶مه) ترهګرو یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د ام په ټغر کېنول. د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند سیمه کې موټر بم برید د ماشوکان په ګډون ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته په یو پیغام کې منلي، چې تر دې مهاله لږ تر لږه ۳۵ تنه ټپیان شوي دي. مګر د کابل په امنیه قومانداني کې یو شمېر سرچینې د نوم نه ښږدلږ په شرط وايي، چې د قربانیانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی ده.
دې سرچینې پاسبانان ته ویلي: « په دې خونړي موټر بم برید کې لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه شوي او له ۳۰ زیات ټپيان شوي دي. امکان شته چې د قربانیانو شمېر له دې هم زیات شي، ځکه پېښه له سیدالشهدأ ښوونځي څخه د زده کوونکو د رخصتي پر مهال رامنځته شوې ده. د دې وحشي برید ډېری قربانیان ماشومان دي.»
له للې خوا د هیواد یو شمېر معتبرو رسنیو راپور ورکړی، چې تر دې مهاله په دې خونړي برید کې ۲۰ تنه مړه شوي او له ۲۵ زیات ټپيان شوي دي. د عامې روغتیا وزارت هم وايي، چې تر دې مهاله له ۳۰ زیات ټپيان د محمد علي جناح روغتون ته وړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم وايي، چې د پېښې ډېری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
تر دې مهاله هېڅ کومې ډلې د یاد خونړي برید مسؤولیت پر غاړه نه ده اخیستی، مرګ د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی، هدفي وژنې او وژونکي بریدونه تې ډېره په طالبانو پورې اړوند کېږي. امنیتي چارواکو څو ځلي ټینګار کړی، چې وسله وال مخالفین خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د روژې مبارکې میاشتې په پام کې نه نیولو سره هم د افغانانو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو بنسټونو په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی ده، چې که د دولت وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي، نو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او متحدینو له وتلو سره به افغانان د سختو داخلي جګړو شاهدان وي. دا هغه څه دي، چې ولسمشر غني هم د فارین پالیسي لپاره په خپله وروستۍ مقاله کې ویلي وو، چې هغه په دې شرط د قدرت پرېښودو ته چمتو ده، چې د سولې په خبرو کې د طالبانو وروستی ګام به اوربند وي.