د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له نوملړ څخه د افغان ملي پولیسو د لرې کولو ستاینه کړې

 

 

یوه ورځ وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو عمومي رئیس د دې سازمان له بدنام نوملړ څخه د افغان ملي پولیسو نوم لرې کړ، اوس د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دغه ګام ستاینه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبر پاڼې پر بنسټ چې د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۳مه نېټه خپره شوې: «د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سازمان له نوملړ څخه د افغان ملي پولیسو د لرې کولو ستاینه کوي.»

 

د کورنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی ده چې دا لاسته راوړنه د دې ادارې د شپه او ورځ هڅو پایله ده او دوی د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو تعقیبولو ته ژمن دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله: «د افغانستان د ملي پولیسو د کاري پلان بریالي عملي کول چې له اتلس کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو د ګمارنې مخه ونیسي او د دوی په وړاندې تاوتریخوالي کم کړي د دې لامل شوی چې د ملګرو ملتونو له لیست څخه ملي پولیس لرې شي.»

 

له دې مخکې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مشر د جګړې په ډګر کې د کم عمره ماشومانو استفاده خواشینونکې بللې وه او ټینګار یې کړی وو چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. اوس د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي: «د ۲۰۲۰ کال په راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان رئیس په ملي پولیسو کې د کم عمره ماشومانو ګمارنه او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کموالی یې بریالی کار بللی وو، نو پر همدې بنسټ یې د ملي پولیسو نوم د دغه سازمان له نوملړ څخه لرې کړی ده. د ملګرو ملتونو سازمان له نوملړ څخه د ملي پولیسو لرې کېدل د افغان ملي پولیسو د پرمختګ ښکارندویي کوي.»

 

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې ده چې دا اداره د دې ډول لاسته راوړنو د قوي کولو لپاره ژمنن ده او د وزارت رهبري به هڅه کوي چې د افغانستان د ملي پولیسو دا لیکې لا غښتلې کړي. خبرپاڼې زیاته کړې: « د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو د تقویت او دوام لپاره ژمن ده او پر همدې بنسټ اوس هم د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحي پلانونو د عملي کولو په حال کې ده.»

 

دا راپور په داسې حال کې د کورنیو چارو وزارت له لوري خپرېږي چې په اوس وخت کې د افغانستان ملي پولیس د اداري فساد، جنايي او پلان شویو جرمونو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې کار کوي. که څه هم افغان ملي پولیس ادعا کوي چې د دوی اصلي دنده په ټولنه کې د قانون نافذول او نظم راوستل دي؛ مګر د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکي وایي چې د ت وریزم پر وړاندې د مبارزې د تحمیلولو دلیل پر پولیسو باندې د تخریبي جګړې دوام ده او له همدې لامله د افغانستان ملي پولیس په دوه جبهو کې په مبارزه کې ښکېل دي.