د ستانبول ناسته که دویم بن؟

خبریال: محمد نبي کریمي

ټاکل شوې چې د بن ناسته د اپرېل میاشتې تر وروستیو لسو ورځو پورې ترسره شي. د افغانستان ټول خلک او سیاسیون اندېښنه کوي، چې د ستانبول په ناسته کې به د افغانستان برخلیک څه ډول شي؟ دا هغه ناسته ده، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.
په ورته وخت کې د ملي پخلاینې په عالي شورا کې چارواکي وايي، چې ممکن په دې ناسته کې په مهمه اجنډا او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د طرحې په تړاو خبرې وشي، مګر اروپايي ټولنه وايي چې تر دې مهاله یې په دغې ناسته کې د ګډون لپاره رسمي بلنلیک نه ده ترلاسه کړی. مګر د هیواد یو شمېر سیاسي کړۍ خبرداری ورکوي، چې که په دې ناسته کې د افغانانو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ته پام و نه شي نو په هیواد کې به د بن د له ناستې وروسته په څېر بحران تکرار شي.
د جمهوري ریاست د ملي امنیت ستر سلاکار حمدالله محب وايي: « تر دې مهاله د ستانبول د ناستې اجنډا نه ده روښانه شوې او لنډ مهاله حکومت د هېڅ درد دوا نه شي کېدی، د افغانستان حکومت سوله غواړي او هغه څوک چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکي نه دي نو د لنډ مهاله حکومت طرح وړاندې کوي.»
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس ته د افغانستان د راتلونکي حکومت طرحه استولې وه، مګر د ښاغلي بلېنکن دغه طرحه د افغانستان د یو شمېر سیاسیونو او ملکي وګړو له تند غبرګون سره مخ شوه او څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د امریکا د طرحې په ردولو سره او د هغې پر ځای یې خپله طرحه وړاندې کړه، چې پکې په شپږو میاشتو کې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو اټکل شوی ده.
ښاغلي غني ویلي وو چې هېڅکله به د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې پر بنسټ له وخت مخکې له خپل ریاست څخه لرې نه شي، « هر راتلونکی حکومت باید د یو دموکراتیک بهیر په پایله کې جوړ شي، نه د سیاسي هوکړې په وسیله.» مګر طالبانو د ولسمشر غني له خوا د له وخت مخکې ټاکنو وړاندیز رد کړی ده. داسې راپورونه دي، چې ولسمشر غني به د ستانبول په ناسته کې د امریکا د طرحې پر وړاندې د له وخت مخکې ټاکنو د ترسره کېدلو وړاندیز وکړي.
نو اوس به ولیدل شي د ستانبول په ناسته کې به ولسمشر غني له خپلې څوکۍ څخه استعفیٰ وکړي او لنډ مهاله حکومت به رامنځته شي او که د له وخته مخکې ټاکنو په ترسره کېدو به ټینګار وکړي. که طالبان د ولسمشر غني د ټاکنو د ترسره کېدو طرح ومني او هېواد ته د ټاکنو له لارې نوی ولسمشر راشي نو دا د ولسمشر غني په ګټه ده، ځکه چې نوم به یې د افغانستان د اتلانو په نوملړ کې ثبت شي!
که طالبان د غني طرحه و نه مني او د ستانبول ناسته بې پایلې پای ته ورسېږي او طالبان په افغانانو باندې خپل بریدونه زیات کړي نو یو غیر منتظره جګړه به رامنځته شي او ښاغلی غني به له خپلو څو نږدې کسانو سره غربي هېوادونو ته لاړ شي او بېچاره افغانان به د جګړې په اور کې سوځي.