کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو ۲۷ تنه نیول شوي دي

 

 

د کابل پولیس د ښار له بېلابېلو برخو څخه د جنايي جرمونو په تړاو د ۲۷ تنو نیول کېدو خبر ورکوي.

 

د کابل امنیه قومانداني نن شنبه د غبرګولي ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرول سره ویلي: «امنیتي ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د یو شمېر اوپراتیفي عملیاتو په ترسره کولو سره د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د جنايي جرمونو په تور ۲۷ تنه نیولي دي.»

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کسان د کابل ښار له لومړۍ، ۳مې، ۵مې، ۶مې، ۷مې، ۸مې، ۹مې، ۱۱مې، ۱۳مې، ۱۶مې، او ۱۸مې حوزو څخه د قتل، مجروحیت، د موبایل غلا، د غیر قانونې وسلې د انتقال، وسله والې غلا، د عامه نظم ګډوډي، د موټرو د غلا او مغلوبه جګړې په تور نیول شوي دي.

 

د خبرپاڼې په وینا؛ له نیول شویو کسانو څخه ۷ میله کمري وسله هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې وسله والې غلاوې، وژنې، انسان تښتونې، د نشه یي توکو پلورل، د موبایل غلاوې او یو شمېر نور جنايي جرمونه خپل اوج ته رسېدلي دي. مګر د کابل امنیه قومانداني وايي، چې تېر کال د امنیتي میثاق په رامنځته کېدو او د کورنیو چارو وزارت له لوري یې په عملي کولو سره په پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو کچه کمه شوې ده. تر دې مهاله په کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو له ۱۵۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.