د څلورم مکروریان اړوند شاهین مارکېټ کې اور لګېدلی

 

 

نن (شنبه د غويي ۱۸مه) ماسپښين مهال شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم مکروریانو په یوه لوی مارکېټ کې اور لګېدلی ده. سرچینې وايي، چې دا اورلګېدنه لومړی په جهان ښوونځي کې رامنځته شوې او په نږدې نیم ساعت کې یې شغلې د څلورم مکروریانو اړوند شاهین مارکېټ ته ورسېدې.

 

د یاد مارکېټ هټیوال وايي، چې په دې پېښه کې ورته په سلګونو زره ډالره مالي زیان اوښتی. هټيوال د کابل د اور وژنې په چارواکو باندې په نیوکو کولو سره وايي، چې دا ادراه سره له دې چې د پېښې له ځای سره نږدې ده خو بیا هم له یو نیم ساعت وروسته یې موټر سیمې ته رسېدلي دي.
حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي. له دې مخکې حکومت د داسې اور لګېدنو لامل د مارکېټونو او پلورنځیو غیر معیاري والی بللی وو، مګر د دې پېښې شاهدان د ګاز ډبې اور اخیستل د دې اور لګېدنې لامل بولي.

 

آتش سوزی در مکروریان شهر کابل

 

د روژې په مبارکه میاشت کې دا دویمه ستره اور لګېدنه ده چې په کابل کې رامنځته کېږي. له دې وړاندې هم د کابل په ورودي دروازه کې اور لګېدلی وو، چې سوداګرو ته یې په میلیونونو ډالره زیان واړاوه. په دې پېښه کې له ۵۰ زیات د تېلو ګازو ټانکر چې کابل ته یې وارد کړي وو، اور واخیسته. تر دې مهاله د دې اورلګېدنې سبب نه ده مالوم.

 

دا پېښه د دې لامل شوه، چې د هیواد اقتصادي سکتور له بد امنیتي وضعیت سره سره له اقتصادي ستونزو سره هم مخ شو. د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي په دې باور دي، چې د دې وضعیت دوام به له هیواد څخه د پانګې د وتلو لامل شي.