کابل کې نږدې ۵۰ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

نن (شنبه د غويي ۱۸مه) چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون خوري، مازدیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې ترهګرو د کابل ښار یو ځل بیا له خاورو او وینو ډک کړ.

 

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د چاودېدونکو توکو څخه یو ډک موټر د کابل ښار لویدیځ کې د سید الشهدأ ښوونځي سره چاودنه وکړه. دا ترهګریز برید هغه مهال رامنځته شو چې د یاد ښوونځي زده کوونکي د رخصت شوي وو او خپلو کورونو ته ستنېدل. ویل کېږي، چې د یاد برید قربانیان ټول زده کوونکي او ماشومان دي.

 

د کورنیو چارو وزارت د پېښې په تائید سره وايي، چې مرګ ژوبله یې بیخي زیاته ده. طارق آرین خبریالانو ته ویلي: « نن مازدیګر شاوخوا ۴:۲۷ دقیقې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند اتفاق ښارګوټي کې د سیدالشهدأ ښوونځي سره خوا کې رامنځته شوې ده. دا ترهګریز برید د موټر بم په واسطه رامنځته شوی ده. په اوس وخت کې سیمه د پولیسو له لوري بنده شوې ده او تر دې مهاله له سیمې څخه ۳۵ ټپيان د محمد علي جناح روغتون ته وړل شوي دي.» مګر ځینې سرچینې وايي، چې تر دې مهاله په دې خونړي برید کې ۱۲ تنه شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

 

مګر د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې تر دې مهاله ۲۲ ټپیان سیمه ایزو روغتونونو ته انتقال شوي دي. د دې وزارت چارواکي وايي: « تر دې مهاله ۲۲ ټپيان چې ټول واړه ماشومان دي، د سیمې نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي، چې د ځینو ټپیانو روغتایي حالت نازک ده.»
داسې باور کېږي، چې د پېښې د قربانیانو شمېر به زیات شي.

 

تر دې مهاله د یادې پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه ده اخیستی، مګر امنیتي چارواکي وايي چې دا ډول وحشي بریدونه کول د طالب ترهګرو کار ده تر څو د سولې په بهیر کې له افغانستان اسلامي جمهوریت څخه زیات امتیازات ترلاسه کړي.