اعتراض ها در بلاروس

په بلاروس کې د اپوزیسیون مشر د عام اعتصاب غوښتنه کړې ده

د بلاروس د اپوزیسیون مشر د دې هېواد په وروستیو ټاکنو کې د بیاځلي لاریون په دوام کې له خپلو پلویانو څخه غوښتي، چې په ټول هېواد کې له نن څخه اعتصاب پېل کړي.
د بلاروس د اپوزیسیون نومانده مېرمن تیخونافسکایا، چې مخکې له دې یې د دې هېواد ولسمشر لوکاشینکو ته وخت ورکړی وو، چې د تېرې ورځې تر مازدیګر پورې له خپلې څخه ګوښه شي، چې بغیر له دې به له خلکو څخه وغواړي چې په ټول هېواد کې اعتصاب پېل کړي او نن دوشنبه د لړم ۵مه د حکومت د له منځه وړلو لپاره له خپلو پلویانو څخه غوښتي، چې سر له نن څخه په ټول هېواد کې اعتصاب وکړي.
په ورته وخت کې تېره ورځ د بلاروس پلازمېنه مینسک کې تر ۲۰۰زرو ډېرو کسانو د پولیسو او نظامي ځواکونو په پراخ ګډون سره په لاریون لاس پورې کړ او په بلاروس کې یې د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره یاد هېواد د اپوزیسیون نهه رهبران نیولي دي.
کله، چې د بلاروس د ټاکنو کمیسیون الکساندر لوکاشینکو د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی ده په دې هېواد کې لاریونونه دوام لري.
د دې راپورونو پر بنسټ، که څه هم لاریون کوونکو د بلاروس د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو سره د یوولسمې اونۍ لپاره خپلو اعتراضیه پیغامونو ته دوام ورکوي؛ مګر د الکساندر لوکاشینکو حکومت د ځواکونو له خوا د دې لاریون کوونکو ځپل لا هم دوام لري.
د لوکاشینکو د بریالي کېدو پر وړاندې د لاریون په دوام کې تر دې مهاله ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي او تر دې مهاله په دې لاریونونو کې تر ۱۰ زره ډېر کسان نیول شوي دي.