پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم دروازه بنده کړه

 

 

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله اوس پاکستاني چارواکو اعلان کړی ده چې د تور خم لاره به د افغان مسافرینو په مخ د نا مالومې مودې لپاره وتړي. د راپورونو پر بنسټ، پاکستاني چارواکو نن (سه شنبه د چنګاښ ۱۵مه) اعلان کړی ده چې دا لاره د نا مالومې مودې لپاره په پاکستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه بندېږي. پاکستاني چارواکو په یو ټویټ کې ویلي: «پاکستان به د سه شنبې په ورځ د تور خم لاره د افغان مسافرو په مخ وتړي.»

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد اعلان کړی ده چې هغه یوه ورځ مخکې د پاکستان د کنټرول ملي قومانداني مرکز ته امر کړی ده. هغه په دې ټویټري پیغام کې لیکلي: «سر له نن سه شنبې څخه د پاکستان خاورې ته د افغانانو هر ډول تګ بند ده او د تور خم لاره به هم تر نا مالومې مودې پورې تړلې وي.»

 

همداراز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «په افغانستان کې د کرونا ویرس او د همدې ویروس له لامله د زیاتو کسانو مرګ ته په کتو سره به دا دروازه تر بل اعلان پورې تړلې وي او هيڅوک حق نه لري چې له افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته را دننه شي. په دې پوله کې ټول امنیتي ځواکونو له دې مسئلې څخه خبر دي او هڅه به کوي چې د مسافرینو له تګ را تګ څخه مخنیوی وکړي.»

 

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د پاکستان ملي کنټرول او د قومانداني مرکز د ۳ زره افغان زده کړیالانو لپاره چې تازه په تازه د زده کړو لپاره یاد هېواد ته تللي دي د ښوونیزو زده کړو پروتوکول ترسره کړ. په ورته وخت کې دغه مرکز د پاکستان د ځانګړي فدرال د پرمختګ او نوښت د پلان د وزیر اسد عمر په مشري یوه ناسته کې ټول زده کړیالان د لس ورځو لپاره اجباري قرنطین کړل تر څو په کرونا ویروس باندې یې د اخته کېدو مخنیوی وشي.

 

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د کرونا ویرس درېيمه څپه خپره شوې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره، د کرونا دغه څپه د دلتا په نوم ده او ډېره مرګونې ده. په ورته وخت کې د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې که ټول هېوادوال د یاد وزارت روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي نو کولی شي چې په دې ویروس باندې له اخته کېدو څخه ځان وژغوري. دا په داسې حال کې ده چې کوېډ-۱۹ هره ورځ په منځني ډول ۵۰ تنه وژني او اوس هم په هېواد کې د اکسیجن کمښت د کرونايي ناروغانو لپاره یوه ستره او جدي ستونزه ده.