د روغتیا وزارت سربرست: کرونا ویروس د زیاتېدو په لور ده

روغتیا عمران فروبلیعمران فروبلی June 13, 2021 0 Views

 

 

په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ ویروس د درېیمې څپې له خپرېدو سره سم د عامې ورغتیا وزارت روغتیايي وضعیت د ترحم وړ وښوده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح نن د روغتیايي حالت او د کرونا د تګ لوري په تړاو په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته راپور ورکړ. مجروح وویل: «د عامې ورغتیا وزارت د ارزونو پر بنسټ په هېواد کې د کرونا ویروس اوس هم د زیاتېدو په حال کې ده.»

 

د عامې ورغتیا سرپرست د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره د وقایوي لارښوونو رعایتول وبلل او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د ماسک په اغوستلو، ټولنیز واټن په مراعاتولو، بیا بیا د لاسونو په مینځلو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې له ګډون کولو څخه په ډډه کولو سره خپل ځان له دې ویروس څخه وساتي.

 

وحیدالله مجروح د عامې روغتیا وزارت له تدابیرو څخه د بسترونو د زیاتولو، په افغان- جاپان، محمد علي جناح او قصبه روغتونونو کې د اکسیجن دستګاه وو د نصب او همداراز روغتیايي کارکوونکو د ته د ښوونې او د اړتیا وړ توکو د برابرولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د هېواد روغتیايي وضعیت د دولت د غوڅ ملاتړ په رهبري سره مدیریت کېږي.

 

د عامې ورغتیا سرپرست د اکسېجن د کمښت د له منځ وړلو په تړاو د دغه وزارت د هڅو په اړه وویل: «له ایران څخه مو ۴۵۰۰ ډبې اکسېحن اخیستی ده او ډېر ژر به هېواد ته را ورسېږي. همدارنګه ازبکستان هم د یو هوکړه لیک پر بنسټ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ډبې اکسېجن افغانستان ته را لېږي او ټاکل شوې چې له غزني او دایکندي پرته د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې نصب شي. په غزني او دایکندي کې مخکې د اکسیجن د تولید دستګاوې فعاله شوي دي.

 

د عامې روغتیا سرپرست د کرونا واکسین تطبیق ته په اشارې سره وویل، چې د دې واکسین د تطبیق بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بیا پېل شوی ده او دا واکسین د عامې روغتیا وزارت د اولویت بندي او د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو پر بنسټ له خطر سره مخ کسانو (روغتیايي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو، ښوونکو، هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۵۰ کالو څخه زیات وي) تطبیق کېږي.

 

د عامې روغتیا سرپرست ټینګار وکړ چې له دې سربېره، یاد وزارت له امریکا، کاناډا، ډنمارک او قطر څخه د واکسین غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع په جدي توګه څاري. هغه همداراز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په هېواد کې د ښوونیزو مرکزونو، د واده هوټلونو، حمامونو، سپورتي کلبونو، او د لامبو د حوضونو بندول یو نېک اقدام وباله.

 

وحیدالله مجروح هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې دا وزارت د کرونا ویروس د کنټرول لپاره ټول لازم اقدامات او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په دې برخه کې هېڅ ډول سستي او دوکه نه ده شوې.