د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ سقوط کړی

 

 

د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت قیصار ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي.

 

د فاریاب ولایت ولایتي شورا غړي، نادر سعیدي نن (یکشنبه د غبرګولي ۱۶مه) رسنیو ته ویلي: «طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ باندې برید کړی ده، چې په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان سیف الرحمن دهزاد په ګډون ۱۵ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.»

 

ښاغلي سعیدي زیاته کړې ده، چې طالبانو د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ باندې برید کې ۳۷ تنه امنیتي ځواکونه اسیران کړي دي.
د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړې ده، چې قیصار ولسوالۍ ودانۍ هم د طالبانو په محاصره کې ده چې له ۳۰ ډېر امنیتي ځواکونه هم پکې بند پاتې دي، که مرستندویه ځواکونه دې ولسوالۍ نه و نه رسېږي نو د ولسوالۍ ودانۍ به هم سقوط وکړي.

 

د فاریاب امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد له شلو زیاتو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.