د طالبانو د بریدونو په شاه تمبول، آیا دا ډله له ماتې سره مخامخ ده

 

 

وروستۍ څو اوونۍ د هېواد نظامیانو ته د جګړې په ډګر کې سختې وې. طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای خپل وروستی نظامي قدرت و کاراوه، تر څو د هیواد ځینې برخې تر خپل واک لاندې راولي. دې ډلې د خبرپاڼو په خپرولو سره ټینګار کړی چې د دوی بریدونه له هغې خاورې څخه د دفاع لپاره دي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د نیولو په هڅه کې دي.

طالبانو لومړی په کندهار او هلمند ولایتونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. ډېری خلک په دې باور وو، چې په کندهار کې د دې ډلې د بریدونو د زیاتوالي سبب کندهار ته له پاکستان څخه د دوی د شورا ګانو انتقال وو. هلمند هم چې له کندهار سره د ګاونډیتوب په خاطر له قید او قلم څخه پاتې نه شو او طالبانو تر وروستي حده هڅه وکړه چې یاد ولایتونه لږ تر لږه د څو ساعتونو لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د ملي اردو لوی درستیز چې د کندهار، هلمند او غزني په ګډون یو شمېر نورو جګړه ځپلو ولایتونو ته ولایتي سفرونه پیل کړي دي، ټینګار کوي چې طالبانو د وروستیو زیانونو په لیدلو سره هېڅکله نه شي کولي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.

د ستر درستیز رئیس یاسین ضیأ وویل: « امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، ترهګریز پلانونه یې له ماتې سره مخ کړي او اوس د پرمختګ په حال کې دي.»

دغه جنرال وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستاني جنګیالیو سربېره له نورو بهرنیو جنګیالیو هم غوښتي وو چې له دوی سره مرسته وکړي. ښاغلی ضيأ زیاتوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې موده کې له ټولو ستونزو سره سره ثابته کړه چې د طالبانو هېڅ ډول پلانونه نه بریالي کېږي.

که څه هم طالبانو د دې ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي، مګر په ملي اردو کې ځینې سرچینې وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي. دا سرچینې زیاتوي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وروستیو نښتو کې د طالبانو زیات شمېر جنګي وسایل او امکانات له منځه وړل شوي دي او دا ډله په یو بد لوجیستیکي حالت کې ده.