د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلوان مني، چې د امریکا متحده ایالاتو له پاکستان سره نظامي، استخباراتي او ډیپلوماټیکې خبرې کړي دي، تر څو ډاډه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او یو ځل بیا د امریکا د ګټو په ځای نه بدلېږي. مګر – نور ولولی…

  د ولسي جرګې رییس د نهه کلن بلخي ماشوم عبدالرووف د نه خوشې کیدو په تړاو، چې شاوخوا اوه میاشتې کېږي چې له برخلیک څخه یې هېڅ مالومات نشته، د هیواد د امنیتي او کشفي ځواکونو پر کړنو نیوکه وکړه.   د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن د دوشنبې په ورځ (د – نور ولولی…

    د هېواد له شلو زیاتو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره هم مهاله اوس د غزني ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې له ۴۰ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.   د غزني د والي ویاند، – نور ولولی…

    د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې کمانډويي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو په یو زندان باندې عملیات ترسره کړي دي او پنځه تنه یې د طالبانو له منګولو آزاد کړي دي.   د ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: « کمانډویي – نور ولولی…

    وروسته له هغه چې په فاریاب کې وضعیت کړکېچن شو ، لاریون کونکو په پای کې پریکړه وکړه چې د څلورو شخصیتونو څخه یو یې غوره کړي چې نومونه یې د دې ولایت د والي په توګه ندي لیکل شوي.   د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ – نور ولولی…

    په عشق آباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې ترکمنستان هېواد د افغانستان د هرات په پوهنتون کې د نفت او ګازو ډيپارټمنټ اضافه کوي.   په عشق اباد کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبه د غويي ۳۰مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: « تېره ورځ له غرمې وروسته د – نور ولولی…

    د ښي لاس یا پاکستان لاس موټرو د ثبت په موخه د امنیتي سندونو د ویشلو چارې د روان کال د وري میاشتې له درېیمې نیټې پيل شوې او د چنګاښ تر ۳مې پورې به دوام وکړي.   د کورنیو چارو وزارت د ښي لاس موټرو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې په مرکز – نور ولولی…

    د طالبانو د جنایتونو او په ځانګړې توګه د ملکي کسانو د وژنو په دوام کې اوس د بهرنیو چارو وزیر د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره طالبان جنایت کاران بللي او ټینګار یې کړی چې دوی هېڅکله د افغانستان د راتلونکي په اړه په خپلو ژمنو عمل نه کوي.   د – نور ولولی…

    د هیواد په سوېلي ولایتونو په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې د طالب جنګیالیو د بریدونو له پراخوالي سره له دې ولایت څخه راپورونه ښيي، چې د دغو نښتو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت وروسته اوس دوی له څو اوونیو راهیسې د طالب جنګیالیو په محاصره کې دي. له – نور ولولی…

نن مازدیګر شاوخوا ۴:۲۷ دقیقې ( د روژې ۲۶مه) ترهګرو یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د ام په ټغر کېنول. د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند سیمه کې موټر بم برید د ماشوکان په ګډون ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنیو چارو وزارت – نور ولولی…