د مالي هېواد د ولسمشر له نیول کېدو سره هم مهاله په یاد هېواد کې نظامي حکومت اعلان شوی

 

 

د بهرنیو رسنیو پر حواله؛ د مالي هېواد نظامي چارواکو د یاد هېواد ولسمشر او د دفاع وزیر نیولي دي او د دوشنبې په ورځ یې د لنډ مهالي حکومت مسؤولیت پر غاړه اخیستی ده. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ۹ میاشتې وړاندې هم د مالي هېواد ملي اردو په ورته اقدام لاس پورې کړی وو او د یاد هېواد پخوانی ولسمشر یې په کور کېنوه.

 

ولسمشر باه نداو او لومړی وزیر مکتار اویانی او سلیماني دوکاري د دوشنبې په ورځ د مالي د ملي اردو له لوري ونیول شول او له نظامي کودتاه څو ساعته وروسته د پخواني حکومت چارواکي د پلازمېنې بامکو اړوند کاتي سیمه کې یوې نظامې هډې ته انتقال شوي دي. نیویارک ټایمز لیکلي، چې دا پېښه د مالي د دوه ملي اردو چارواکو له ګوښه کېدو وروسته د دوی د اردو له خوا رامنځته شوه.

 

بهرنیو رسنیو ویلي چې د ابراهیم بوباکر له ګوښه کېدو څخه ۹ میاشتې وروسته به د مالي د اردو دغه نظامي پرېکړه د افریقا په لویدیځ کې د وضعیت د بحراني کېدو لامل شي.

 

د مالي هيواد یو تن پخواني چارواکي رویټرز ته ویلي: « په حقیقت کې د نظامي کودتاه په لاره اچول د یوې ناسمې پرېکړې په لور قدم وو. دا پرېکړه تر ډېره پورې ګټوره وه او موخه یې خپلو څوکیو ته د ګوښه شویو نظامي چارواکو بېرته را ستنېدل دي.»

 

تر اوسه لا مالومه نه ده، چې له دغه اقدام څخه د مالي هیواد د دغو نظامیانو اصلي موخه څه ده، خو په کتي کې یو تن نظامي ویلي، چې اصلي موخه یې د چارواکو نیول نه وو. سرچینې زیاته کړې: « هغه څه چې دوی ترسره کړي سم نه دي، ډېر ژر به پرېکړه وشي او دا مسئله به له هغه چا سره چې دا اقدام یې کړی ده، شریک شي.

 

مګر ډېری وګړي په دې باور دي، چې د کتي نظامي هډې ته د حکومتي چارواکو استول په حقیقت کې په مالي هیواد کې د هر سیاسي رهبر د کار پای ده. د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې هم د مالي پخواني ولسمشر ارشت ښاغلی کیتا د کیتي نظامي هډې ته بیولی وو او له هغه یې غوښتي وو چې له استثنأ پرته استعفا وکړي.