په هرات کې تښتول شوی ډاکټر د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو

د هرات ولایت روغتیايي چارواکي د یوه اندازه پیسو په بدل کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د تښتول شوي ډاکټر د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د تښتول شوي ډاکټر د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه وايي:«د هرات روغتون د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر نظیف الله پوینده، چې څه موده وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی وو، نن سهار را خوشې شو او بېرته خپل کور ته ستون شو.»
همداراز ښاغلي تمنا ویلي، چې ډاکټر پوینده د زیاتو پیسو په بدل کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شوی ده، مګر انسان تښتوونکو ته د ډاکټر له خوا د ورکړل شویو پیسو اندازه لا نه ده مالومه.
د هرات د عامې روغتیا رئیس وايي، چې د ښاغلي ډاکټر پوینده روغتیايي حالت ښه ده، مګر څو ورځې چې له انسان تښتوونکو سره وو، سخت وهل شوی او له هغوی سره یې بدې ورځې تېرې کړي دي.
نظیف الله پوینده په داسې حال کې د هرات د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصېږي او بېرته کور ته ستنېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د هرات ولایت شپږمې ناحیې اړوند صوفي آباد سیمې څخه د خپل کور د دروازې له مخې څخه د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو.
خبریال: شکیب ظهیر