د بسم الله ایماق او د غور د ولایتي شورا د مرستیال اصلي قاتل ووژل شو

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پاسبانان ته وویل، چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان او د غور غږ خبریال بسم الله عادل ایماق د وژلو اصلي عاملین د ملي امنیت ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویل کېږي، چې د ملي امنیت ځواکونه په دې هڅه کې ول، چې د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیګ چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان او د غور غږ راډیو مسؤول مدیر بسم الله عادل ایماق د وژلو اصلي عامل وو، ونیسي؛ مګر عزت الله بیګ د دې پر ځای چې تسلیم شي، له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پېل کړه او نښتې په دوام کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ووژل شو.
سرچینه زیاتوي، چې د دې نښتې په دوام کې د ملي امنیت یو افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی ده.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي له پاسبانان سره په خبرو کې د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بيګ د خبریال بسم الله عادل ایماق قاتل بولي. همداراز ښاغلي سعیدي زیاته کړې: عزت الله بیګ چې څو موده وړاندې کابل ته راغلی وو، له ولسمشر څخه یې غوښتي وو، چې د معصومې انوري په نوم دده ورېندار د غور د والي د مرستیالې په حیث وټاکي، چې ولسمشر یې دا غوښتنه ومنله.
په داسې حال کې چې ښاغلی سعیدي د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیګ او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته تائیدوي، مګر وايي، چې د عزت الله بیګ د وژلو خبر یې لا نه ده ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د غور غږ راډیو مسؤول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۱۲مه نېټه د نامالومو کسانو له خوا د غور مرکز فيروز کوه ښار ته نږدې ووژل شو.